ایران د افغانستان په اوبو کې د خپل بشپړ حق غوښتنه کړې

په کابل کې د ایران نوي سفیر د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې د افغانستان په اوبو کې د خپل بشپړ حق غوښتنه کړې ده. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند تیره شپه ناوخته په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ایران نوي ټاکل شوي سفیر حسن کاظمي قمي سره وکتل. سرچینه وايي په دې لیدنه کې د دواړو هیوادو تر منځ په سیاسي او اقتصادي، موضوعاتو خبرې وشوې چې دواړو لورو په خپلو خبرو کې د ریښتني ګاونډیتوب او دوه اړخیزو مشترکو ګټو د پاللو هوډ څرګند کړ. د هغه په وینا، د ایران سفیر وویل، د اوبو اهمیت ته په کتو سره باید کوښښ وشي اوبه داسي مدیریت شي چې ضایع نه شي او ایران ته خپل حق ورسیږي.

لومړی نظر وکړئ on "ایران د افغانستان په اوبو کې د خپل بشپړ حق غوښتنه کړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*