افغانستان کې پر تعامل او ټیکاو د اقتصادي همکاریو سازمان د غونډې ټینګار

سازمان

د اقتصادي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ځينو وزیرانو له اوسني حکومت سره پر تعامل او په افغانستان کې پر سوله او ټیکاو ټینګار وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټينګښت مهم وباله او له سرپرست حکومت سره یې هم پر تعامل ټينګار وکړ.

نوموړی وايي چې د اوسني حکومت څنډې ته کول د افغانستان د خلکو ستونزې لا زیاتوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي:«په دې حساس وخت کې به انزوا ته د افغانستان د لنډ مهالي دولت سوقول د نورو افغانانو ژوند به لاپسې تریخ کړي. تاریخ موږ ته راښودلې چې، خبرې اترې او تعامل یوازینۍ لارې دي چې، مطلوبې پایلې ترلاسه کوو او انزوا به د بې ثباتۍ لامل شي.
نړۍواله ټولنه باید افغانستان ته د بشري او اقتصادي مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د سر منشي د ۴ اعشاریه ۲ مېلیارد ډالرو غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي او همداراز د دغه هېواد د بانکي سیستم د احیا لپاره لارې چارې ولټوي.»

له بل لوري د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، د دغه وزارت سرپرست د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر سره د سې شنبې په ورځ د افغانستان د مسایلو په تړاو خبرې کړې دي.

د سیاسي چارو شنوونکی عزیز معارج وايي:«په هغه صورت کې چې د جلسې ټول غړي له افغانستان سره د مرستو په هکله پرېکړه ولري او یا یوې پایلې ته ورسېږي او د یوه پرېکړه لیک په واسطه له نړۍوالې ټولنې د مرستې غوښټنه وکړي، دا به خپله ګټه او اغېزه ولري.»

د اقتصادي همکاریو سازمان یا اېکو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د سې‌شنبې په ورځ په تاشکند کې پیل شوه. دغه غونډه په داسې حال کې جوړه شوې چې، د افغانستان استازي په کې برخه نه درلوده؛ خو د ایران، پاکستان، ترکیې، اذربایجان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون درلود.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان کې پر تعامل او ټیکاو د اقتصادي همکاریو سازمان د غونډې ټینګار"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*