د پاکستانۍ کلدارو بیساري لویدل؛ یو ډالر په ۲۵۵ کلدارو تبادله کېږي 

په پاکستان کې د اسعارو د تبادلې په ازادو بازارونو کې نن پنجشنبه جنوري ۲۶ (سلواغه شپږمه)یو ډالر په شاوخوا ۲۵۵ کلدارو تبادله کېده.

په ازاد مارکیټ کې صرافان وايي چې د تېرو ورځو په پرتله یو ډالر د کلدارو په وړاندې ۱۲ روپۍ نور هم اوچت شوی دی.

تر دې مخکې یو ډالر په ۲۴۳ کلدارو تبادله کېده. دا په دې وروستیو د ډالرو په مقابل کې د کلدارو دومره لویدل یو ریکارډ بلل کېږي.

د پاکستان د مرکزي بانک نن د اسعارو د تبادلې قیمت خپور کړی نه دی،‌ خو تېره ورځ د دوی د رسمي قیمت په اساس یو ډالر په ۲۳۰ کلدارو تبادله کېده، مګر په ازاد بازار کې یې قیمت بیا تر دې ډېر لوړ و.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د ډالرو د ارزښت د زیاتېدو اصلي‌ علت د اسعارو د تبادلې په بازارونو کې په ډالرو باندې د مشخص قیمت د ټاکلو ختمېدل دي چې د اسعارو د تبادلې ټولنې کړی دی.

خو د اسعارو د تبادلې د ټولنې مشر ظفر پراچه امریکا غږ ډیوې ته وویل چې د کلدارو د ارزښت د ټېټېدو علت د ډالرو باندې د مشخص قیمت لېرې کول نه دي، بلکې د ده په خبره له اول سر نه د کلدارو په مقابل کې د ډالرو اصلي ارزښت همدومره و.

هغه وویل چې د اسعارو د تبادلې په بازار کې د «ډالرو اصل قیمت ۲۵۵ روپۍ و او اتحادیې چې د ډالرو او کلدارو قیمت ازاد پرېښودل، خپل اصل قیمت ته» راغلل.

ځینې اقتصاد پوهان په دې باور دي‌ چې اوس پاکستان ته له بهر څخه پېسې کمې روانې دي چې په غیر رسمي مارکیټونو کې هم د ډالرو په وړاندې د کلدارو ارزښت ډېر ولویده.

د اقتصادي چارو یو کارپوه غلام صمد وايي چې پاکستان ته «د بهر نه پيسې راتلل کم شوي وو» او داسعارو د تبادلې په بازار کې غیر قانوني مارکیټ جوړ شوی و چې د ده په خبره د دغه غیر رسمي او درېیم مارکيټ جوړول د پېسو د نړیوال صندوق « یو شرط» او د دغه صندوق سره خبرو ته د لارې هوارولو او «د مارکيټ نه د غیر يقيني صورتحال [حالت] ختمولو او له قانوني لارې څخه ملک ته د پیسو راتلو دپاره روپۍ ازاده کړای شوه، ځکه نن روپۍ بې قدره» شوه.

د پاکستان مرکزي‌ بانک وايي اکثریت سوداګر په ډالرو کاروبار کوي او پاکستان هم خپل ډېر خوراکي‌ مواد، صنعتي خام مواد، تیل او دا ډول نور مواد له بهر څخه واردوي‌ چې هلته هم اکثر وخت په ډالرو معاملې کېږي.

اقتصاد پوه غلام صمد وايي که بازار ته په لویه پیمانه ډالر راغلل نو د کلدارو ارزښت به لوړ شي او که داسې ونشي،‌ د هغه په خبره ارزښت به یې نور هم راټېټ شي او قیمتي هم ورسره زیاته شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د پاکستانۍ کلدارو بیساري لویدل؛ یو ډالر په ۲۵۵ کلدارو تبادله کېږي "

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*