دریو ورځو کې د کلیفورنیا دویم برید کې اوه کسان وژل شوي

د هف مون بې د مشکوک بریدګر د نیول کېدو شېبې
د هف مون بې د مشکوک بریدګر د نیول کېدو شېبې

د امریکا متحده ایالتونو کلیفورنیا ایالت د مونټېري پارک له خونړي برید دوې ورځې وروسته ددې ایالت په هف مون بې کې بل برید شوی چې لږ تر لږه اوه کسان پکې وژل شوي دي.

د دوشنبې په ورځ کلیفورنیا کې یوه وسله وال کس له نیول کېدا مخکې لږر تر لږه اوه کسان وژلي دي.

وړاندې یوه بل برید کې یوه کس د نڅا پروګرام کې لږترلږه ۱۱ کسان ووژل.

دا وروستی برید په د هف مون بې ښار په په کاسټال سیمه کې شوی چې له سان فرانسیسکو څخه سوېل ته شاوخوا ۳۰ میله (۵۰ کیلومتره) لیرې پرته ده.

بریدګر ۶۷ کلن ژاو چنلي دی چې همدې سیمه کې اوسېږي.

دا برید داسې مهال شوی چې دوه ورځې مخکې په یوه بل برید کې د وژل شویو ویر لا نه و ختم شوی. په برید کې تر ډېره اسیایان وژل شوي چې د نوي سپوږمیز کال مېله یې لمانځله.

خبري رسنیو د دوشنبې ورځ د مشکوک کس وېډیو ثبت کړې چې له برید دوه ساعته وروسته د سان فرانسیسکو ځايي پولیسو افسر دفتر ته روان دی.

څلور لومړني قربانیان د خرمیړیو یوه کرونده کې (په ځايي وخت ۱۴:۲۲ بجې) وموندل شول او درې نور بیا وروسته د ګاډو یوه ګیراجته څېرمه موندل شوي.

څېړونکو لا تر اوسه د برید د انګیزې په اړه څه نه دي ویلي.

د سان فرانسیسکو د پولیسو مشرې کریستینا کارپوس خبریالانو ته ویلي، مشکوک وروسته تر هغه نیول شوی چې په ځايي وخت ۱۴:۴۰ بجې د ځايي پولیسو یوه مرکز ته تللی.

بریدګر ژاو چنلي د ګاډي چلولو په یوه بې نېټې لېسنس که لیدل کېږي

له ده سره یوه نیمايي اتومات تومانچه هم موندل شوې چې ښايي په برید کې یې کارولې وي او اوس د پولیسو له پوښتنو ګروېږنو لاندې دی.

اغلې کارپوس زیاتوي، په روغتون کې د اتو ټپیانو درملنه روانه ده، خو روغتیايي وضعیت یې کړکېچن دی.

“دا ډول برید زړه بوږنوونکی دی. دا یوه غمیزه ده چې موږ یې په اړه ډېر کله اورو، خو نن دا دی زموږ په کور سان فرانسیسکو سیمه کې وشوه”.

د کلیفورنیا والي ګیون نیوسم په یوه ټویټ کې لیکلي، روغتون کې د لومړني برید د قربانیانو په پوښتنه بوخت و چې د یوه بل برید په اړه خبر ورغی.

“دا ځل په هف مون بې کې. د غمیزې د پاسه غمیزه”.

د هف مون بې کوسنل یوه غړي ډیبي روډوک اېن بي سي ته ویلي قربانیان د کروندې چینايي کارګر دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "دریو ورځو کې د کلیفورنیا دویم برید کې اوه کسان وژل شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*