د عراق کرکوک کې “بې پایه اور” چې له زرګونو کلونو راهیسې لمبې وهي

عراق کرکوک
عراق کرکوک

د عراق کرکوک کې د احمد مجدي وېډیو چې ځان کیمیسټ بولي، یوځل بیا د (ازلي اور) [بې پایه] په اړه بحثونه راپارولي.

دی وايي: “د عراق کرکوک کې دا ازلي اور له ۴۰۰۰ کلونو راهیسې بل دی”.‌

د نوموړي دا وېډیو میلیونونه ځله کتل شوې ده.

مجدي دا وېډیو په دې خبره پیلوي چې په کروک کې د بابا کرکر په نامه کرونده کې د ځمکې پر سر د نړۍ یو له ناشنا عجایبو سره ولاړ دی (ازلي اور)- بیا د خپلې کامرې سترګۍ د اور هغو لمبو ته مخامخ نیسي چې له ځمکې راوځي.

“کیمیاوي” زیاتوي دا اور “له ۴۰۰۰ کلونو راهیسې بل دی”، دی تورې ایرې په یوه لرګي لیرې کوي او د اور لمبې ترې راپورته شي.

دې YouTube پوسټ نه تېرشئ

ایا له Google YouTube نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئد ویډیو تشریح، خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده په YouTube کې منځپانګه ښايي خبرتیاوې ولري.

د ‍پوسټ YouTube پای

ددې اور راز څه دی؟

احمد مجدي وايي، ددغه اور د لمبو په اړه دوه روایتونه دي.

لومړی دا چې “انسانان اور ته ورنژدې شوي او تر اوسه همداسې بل پاتې دی”، دویم دا چې “دا اور د انسان له مداخلې پرته د تالندې له کبله د یو راغلي توپان پایله کې چې ځمکه یې اغېزمنه کړې ده بل شوی دی”.

که څه هم هېڅوک ددغه اور د بلېدو په لامل نه پوهېږي، خو داسې فرضیې شته چې ګنې دا پدیده تفسیرولی شي.

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ

ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئد ویډیو تشریح، خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ Twitter پای

“نه ګلېدونکی اور”

د اور دا لمبې په “ازلي اور” مشهورې دي، چې د کرکوک په کروندو کې یا بابا کرکر (چې په کردي ژبه یې د اور پلار معنا ده) راوځي.

دا اور د تېلو د یوه ځای سره نژدې د ځمکې له خېټې د خواره شوي ګاز د بلېدو په پایله کې راوځي.‌

ددې اور تاریخ تر میلاد ډېر وړاندې لرغونو پېړیو ته رسېږي، چې د تاریخي روایتونو پربنسټ، له ۵۵۰ قبل المیلاد راهیسې دا اور پخپل سر بل شوی او تر نن ورځې لمبې وهي.

دغه اور د باران، واورې او باد پرمهال هم نه ګلېږي، نو ځکه (ازلي اور) یا “بې پایه” اور نوم ورکړل شوی.

د مېږو د تودولو اور

اور
عراق کرکوک

سرچینې وايي، پوونده او شپنو به د هوا په سړېدو سره دغې سیمې ته په ژمي کې د خپلو مېږو د تودولو لپاره ځانونه رسول.

په دې سیمه کې د کبریټیډ هایدروجن په نامه غاز شته چې هلته سیمه کې د (خوسا هګۍ) بوی ټول ځای په سر اخیستی.

وايي هرڅوک چې ورځي باید داسې لوري ته ځان برابر کړي چې د لګېدونکي باد په مټ د زهرجن ګاز له تېرولو ډډه وکړي.

د کرکوک د تېلو دا سیمه په عراق کې تر ټولو پخوانۍ تېل لرونکې منطقه ده او په سعودي کې د الغوار د تېلو له سیمې وروسته په نړۍ کې دویمه لویه تېل لرونکې سیمه ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د عراق کرکوک کې “بې پایه اور” چې له زرګونو کلونو راهیسې لمبې وهي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*