اشومتوب د بې‌وزلۍ تر سیوري لاندې؛ افغانستان کې د کارګرو ماشومانو سخت ژوند

Photo: Farid Ershad

اشومتوب د بې‌وزلۍ تر سیوري لاندې؛ افغانستان کې د کارګرو ماشومانو سخت ژوند

د بې‌وزلۍ زیاتېدو او د کاري فرصتونو نشتوالي، په هېواد کې د کارګرو ماشومانو شمېر زیات کړی دی.  

دوی نه ښوونځي ته د تلو لاره لري، نه ماشومانه لوبو ته زړه ښه کوي؛ کوڅې ورته ته هم ښوونځی دی، هم د کار ډګر او هم د کورنۍ لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ برابرولو یوازینۍ لار!  

۱۴ کلن نسیم د کورنۍ یوازینی ګټیالی دی. دی وايي، پلار یې پر نشو روږدی دی:«پلار مې معتاد دی او بل هېڅ سرپرست نه‌لرو. یوازې مور مې او کوچنی ورور مې له ما سره دي. ورور مې ښوونځي کې شامل کړ. زه خپله کار کوم. زړه مې درد کوي، خو شپه چې کور ته ځم، له ځان سره ډوډۍ وړم.»

که څه هم خپل ماشومتوب ورته پر ډېرانونو د ګرځېدو په بیه پرېوتی، خو کله ناکله د سړک غاړې تر سیوري لاندې یوځای کېني او د ژوند له ټولو ترخو کړاونونو سره سره، خاندي.

هارون ۱۱ ورځې په بند کې تېرې کړې، څو د سړکونو پر غاړه له خلکو د پیسو غوښتنه ونه کړي.  

هغه طلوع‌نیوز ته وویل:«موږ ته پیسې نه راکوي. وې ویل چې ښار ته مه راځئ، موږ به تاسو ته پیسې درکړو؛ خو تر اوسه یې هېڅ پیسې نه‌دي راکړي.»

 بل کارګر ماشوم ساحل هم وايي:«زما پلار معتاد دی. مور مې ما له جلال‌اباده کار ته رااستولی یم. زما نه مخکې ورور مې هم دلته راغلی او کار یې کاوه ترڅو کور ته پیسې ولېږي. اوس هغه ننګرهار ته تللی او زه دلته راغلی یم چې کار وکړم. له دولته غواړم چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي او د زده‌کړو فرصتونه هم برابر کړي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کارګرو ماشومانو د کره شمېر په تړاو څه نه وایي؛ خو زیاتوي چې د ماشومانو د کار د منع کولو په موخه په ټول هېواد کې هڅې روانې دي.  

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«د ماشومانو د سختو کارونو د مخنیوي په موخه، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ګومارل شوې ډلې له بېلابېلو سیمو څخه څارنه کوي او کار ورکوونکو ته لارښوونه کوي چې ماشومان سختو کارونو ته جذب نه‌کړي.»

بې‌وزلي او د کاري فرصتونو نشتوالی هغه لاملونه دي چې د هېواد ماشومان یې اړ کړي څو سخت کارونه وکړي یا سوالګرۍ ته مخه کړي.

د یونېسف د شمېرو له مخې، په افغانستان کې له درېیمې برخې زیات ماشومان پر سختو کارونو بوخت دي او د اوچا (OCHA) د تېر کال شمېرې ښيي، چې په افغانستان کې ۱۹ سلنه ماشومان پر کار بوخت دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "اشومتوب د بې‌وزلۍ تر سیوري لاندې؛ افغانستان کې د کارګرو ماشومانو سخت ژوند"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*