
افغانستان کې هره میاشت د ماینونو۵۰ قربانیان؛ ۸۰ سلنې یې ماشومان دي
یوناما وایي افغانستان په نړۍ کې درېیم هېواد دی چې د چاودېدونکو توکو له امله تر ټولو ډېر زيانمن کېږي.
هجرت الله هغه ماشوم دی چې د ماین چاودنې له امله یې یوه پښه له لاسه ورکړې ده.
نوموړي اوس د مصنوعي پښې له ترلاسه کولو وروسته بیا د تګ توان موندلی او په خوښۍ سره هر لور ته ګامونه اخلي.
زیانمن شوی ماشوم، هجرت الله وايي: « کله چې مې پښې نه لرلې، ښوونځي ته تللی نه شوم؛ اوس کولای شم خپل کارونه پخپله ترسره کړم. په راتلونکي کې غواړم ډاکټر شم او د ځان په څېر نورو ماشومانو سره مرسته وکړم.»
د یوناما د ماین پاکۍ د څانګې مشر وایي چې افغانستان له میانمار او سوریې وروسته په نړۍ کې درېیم هېواد دی چې د چاودېدونکو توکو له امله تر ټولو ډېر زیانونه لري.
د نیک پوند په وینا، هره ورځ په افغانستان کې لږ تر لږه د ماین یوه مرګونې پېښه رامنځته کېږي او هره میاشت نږدې ۵۰ کسان وژل کېږي یا ټپیان کېږي، چې ۸۰ سلنه یې ماشومان دي.
هغه زیاتوي چې ډېری دغه زیانونه د نه چاودو پوځي توکو له امله دي.
د یوناما د ماین پاکۍ د څانګې مشر، نیک پوند و ویل: « افغانستان په نړۍ کې درېیم هېواد دی چې د چاودېدونکو توکو له امله تر ټولو ډېر زیانونه لري؛ هره میاشت نږدې ۵۰ کسان وژل کېږي یا ټپیان کېږي، چې شاوخوا ۸۰ سلنه یې ماشومان دي. دا معنا لري چې هره ورځ لږ تر لږه یو قرباني شته او ډېر احتمال لري چې هغه یو ماشوم وي.»
د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د خدماتو ادارې رییس وایي چې افغانستان کولای شوای تر ۲۰۲۶ کال پورې له ماینونو پاک هېواد شوی وای.
د نوموړي په وینا، که څه هم پرمختګونه شوي، خو د نړیوالې ټولنې شاتګ د دې هدف د نه پوره کېدو لامل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د خدماتو رییس، کازومي اوګاوا په دې اړه و ویل: « موږ ډېر ښه پرمختګ کړی وو. په ۲۰۱۳ کال کې داسې پلان موجود وو چې له مخې یې افغانستان تر ۲۰۲۶ کال پورې له ماینونو پاک کېدای شو، خو نړیواله ټولنه شاته شوه.»
د نظامي چارو شنونکی، اسدالله ندیم هم وايي: « نه یوازې افغانان، بلکې اړوندې ادارې هم باید دې برخې ته پاملرنه وکړي، ځکه د ماینونو خطرونه تر ډېره پر عامو خلکو دي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ویلي وو، چې په تېر یو کال کې په هېواد کې د ماینونو د چاودنې ۱۹۳ پېښې ثبت شوې دي، چې له امله یې ۸۷ کسان مړه شوي او ۳۳۳ نور ټپیان شوي دي.
لومړی نظر وکړئ on "افغانستان کې هره میاشت د ماینونو۵۰ قربانیان؛ ۸۰ سلنې یې ماشومان دي"