افغان او ترکمنستاني چارواکو په هرات کې د ګډو پروژو د چټکتیا په اړه خبرې کړي

منبع

افغان او ترکمنستاني چارواکو په هرات کې د ګډو پروژو د چټکتیا په اړه خبرې کړي

هرات کې د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د ترکمنستان د لومړي وزیر د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په مشرۍ د دواړو هېوادونو پلاویو د یو شمېر ګډو پروژو د چارو چټکتیا په اړه غونډه وکړه. 

افغان او ترکمن چارواکو دغه غونډه کې د ټاپي پروژې د کار چټکتیا، د ټاپ پروژې د پیل، د تورغونډۍ وسپنې پټلۍ د پراختیا او د هېواد لویدیځو او شمالي سیمو ته د برېښنا د لېږد په اړه خبرې کړې دي.

دواړو خواو دغه راز د سوداګرۍ پیاوړتیا، بانکي همکاریو او د کاري فرصتونو د برابرولو په اړه هم خبرې کړې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان و ویل: «د افغانستان او ترکمنستان د ګډو پروژو په ځانګړي ډول د ټاپي، ټاپ، وسپنې ‌پټلۍ، برېښنا او په هرات کې د ګاز د وېش په اړه خبرې وشوې. د ټاپي پروژې پر وخت او د پلان له مخې یې هرات ته پر رسېدو ټینګار وشو.»

د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رییس، شفیع اعظم و ویل: «د ټاپ پروژې په اړه هم خبرې وشوې، دا پروژه د ترکمنستان برېښنا افغانستان او پاکستان ته لېږدوي او باید د دې پروژې د چټکتیا لپاره عملي ګامونه واخیستل شي. د وسپنې پټلۍ د پراختیا او د ترکمنستان د تاسیساتو د جوړولو په برخه کې یې یو ځل بیا خپلې ژمنې تازه کړې.»

د دواړو هېوادونو چارواکو هرات کې د ټاپي پروژې د کار له بهیره هم لیدنه وکړه.

د ترکمنستان چارواکو د تورغنډۍ بندر د وسپنې پټلۍ د لیدنې پر مهال د دې پټلۍ پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، محمد یونس قاضي ‌زاده و ویل: «دا درې سترې اقتصادي پروژې به د افغانستان په اقتصاد، په ځانګړي ډول په سویل لویدیځ زون کې لوی بدلون رامنځته کړي. د دې پروژو تر بشپړېدو وروسته به افغانستان نوی اقتصادي پړاو تجربه کړي.»

یو شمېر هېوادوالو هم د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ګډو پروژو د کار پرمختګ ته خوشالي څرګنده کړه. 

د هرات اوسېدونکي، عبدالحلیم و ویل: «د دې پروژې کار باید ژر بشپړ شي، څو د خلکو د سون‌توکو د کمښت ستونزه راکمه شي. د ټاپي ګاز باید صنعتي ښارګوټي، کورونو، حمامونو او بازارونو ته ورسیږي، څو خلک ترې ګټه واخلي.»

د افغان چارواکو په خبره، د ټاپي پروژې له ۹۰ کیلومترو زیاته ځمکه د نل لیکې غځولو لپاره چمتو شوې، چې نږدې ۱۶ کیلومتره کې یې نل لیکه غځول شوې ده.

دوی ډاډ ورکوي چې په راتلونکو ورځو کې له ترکمنستان څخه د پایپونو په رسېدو سره به د نل لیکې ایښودلو بهیر نور هم چټک شي.
د دواړو هېوادونو تخنیکي ډلې په دې برخه کې کار کوي، څو د روان زېږیز کال تر پایه د ټاپي ګازو نل لیکه د هرات ښار ته ورسیږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغان او ترکمنستاني چارواکو په هرات کې د ګډو پروژو د چټکتیا په اړه خبرې کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*