
امام ابو حنیفه نندارتون؛ د کورنیو محصولاتو د معرفي کولو لپاره یو فرصت
د امام ابو حنیفه د څلورم نندراتون دویمه ورځ د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوه او د نندارتون فضا لاهم، له شور او ځوږه ډکه ده.
په دغه نندارتون کې ۸۰۰ غرفې د کورنیو تولیداتو لپاره او دغه راز یو شمېر د بهرنیو محصولاتو لپاره ځانګړې شوې دي.
ځینې لیدونکي دا نندارتون د کورنیو محصولاتو د پیژندلو او د ملي صنعت د ملاتړ لپاره یو فرصت ګڼي.
یوه لیدونکي عبدالتواب وویل: «د تېرو دورو پرتله، نندارتون ډیر ښه شوی دی. د محصولاتو له پلوه، محصولات متنوع دي او ډېری شرکتونه افغاني دي.»
یوه بل لیدونکي سید اکرم زیاته کړه: «ډیر نندارتونونه باید جوړ شي څو ډیر شرکتونه رامینځته شي او موږ له سوداګرو هم غواړو چې په هېواد کې پانګونه وکړي.»
د امام ابو حنیفه په څلورم نندارتون کې ښځو هم ګډون کړی دی. دوی په شاوخوا دوه سوه غرفو کې لاسي صنایع، کورني خواړه، ګاڼې او افغاني جامې نندارې ته اېښې دي.
غرفه لرونکې مریم په دې اړه وايي: «زموږ په غرفه کې ټول لاسي صنایع دي او ټول یې په لاس ګنډل شوي دي.»
غرفه لرونکې هیله زیاتوي: «موږ د افغانستان له اسلامي امارته خوښ چې زموږ لپاره یې نندارتون جوړ کړی دی.»
غرفه لرونکي د خلکو له حضوره د خوښۍ په څرګندولو سره، تمه لري چې دغه نندارتون د سوداګرۍ د ودې او د کورنیو تولیداتو د لا ملاتړ زمینه برابره کړي.
غرفه لرونکی عبدالبصیرپه دې تړاو وايي: «الحمدلله دغه نندارتون زموږ د غالیو د سکتور لپاره ډېر ښه دی او دا یو فرصت دی چې زموږ محصولات په کور دننه او بهر بازار پیدا کړي.»
غرفه لرونکی نذیر احمد زیاتوي: «موږ دلته مصالهجات راوړي دي او ډېر خلک راغلي او زموږ محصولات خوښوی.»
د دغه نندراتون د تنظیمولو د برخې مسوولان ټينګار کوي چې د دغه نندارتون اصلي موخه له کورنیو صنایعو ملاتړ او د هېواد له پاییدونکې اقتصادي ودې سره مرسته ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رییس محمد ولي امیني په دې اړه وايي:« له بېلابېلو هېوادونو لکه ایران، ازبیکستان، ترکمنستان او هنده شاوخوا ۳۵۰ کسانو ګډون کړی دی.»
دغه نندارتون په داسې حال کې دوام لري، چې د اسلامي امارت چارواکو، د دغه نندارتون په پرانېستغونډه کې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او د افغانستان د محصولاتو لپاره د نویو بازارونو د پیدا کولو پر هڅو ټينګار کړی و.
لومړی نظر وکړئ on "امام ابو حنیفه نندارتون؛ د کورنیو محصولاتو د معرفي کولو لپاره یو فرصت"