ایران کې د لاریونونو له راکمېدو سره د افغان کډوالو را ایستل زیات شوي

Source

ایران کې د لاریونونو له راکمېدو سره د افغان کډوالو را ایستل زیات شوي

په سړه هوا کې له ایرانه را اېستل شوي افغان کډوال تش جېبونه او خالي لاسونه خپل هېواد ته په جبري ډول راستانه شوي.
په ایران کې د لاریونونو له کمېدو سره یو وار بیا د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ زیاته شوې ده.

د اسلام‌قلعه په پوله کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو د آمریت سرپرست، عبدالظاهر رحماني په دې اړه داسې وايي: « کورنۍ هره ورځ د یو تر دوه زره کسانو ترمنځ هېواد ته راځي. د ایران د اعتراضونو پر مهال له دې هېواده د کورنیو ایستل راکم شوي وو؛ ځکه ښايي شرایط او امکانات ورته برابر نه وو چې وکولای شي ځانونه افغانستان ته ورسوي.»

رحمت‌الله له دوو میاشتو وروسته خپله مېرمن او درې ماشومان د اسلام‌قلعه په پوله کې ولیدل.
هغه دوه میاشتې وړاندې د ایران د پولیسو له لوري اېستل شوی و؛ خو کورنۍ یې د پولې هغې غاړې ته پاتې شوې وه.

له ایران را ایستل شوی، رحمت‌الله وايي: « د اسنادو تر باطل کېدو وروسته، زما اولادونه ښوونځي ته ونه منل شول او په ایران کې ګراني ډېره زیاته شوې ده. دوه میاشتې مخکې زه را و ایستل شوم او دا دوه میاشتې راته ډېرې دردونکې وې؛ کورنۍ مې په ایران کې وه، خو زه خپله په افغانستان کې وم. دا ورځې راته ډېرې سختې وې او له یوه ډېر ستر ستونز سره مخ وم.»

یو شمېر ایستل شوي کډوال وایي چې د ایران د اعتراضونو پر مهال په دغه هېواد کې د افغانانو ژوند لا سخت شوی دی.
د دوی په وینا، پر افغان کډوالو د ایران د پولیسو فشار زیات شوی دی.

له ایرانه یو بل را ایستل شوی، سعید هم وايي: « په ایران کې د افغان کډوالو نیونې زیاتې شوې دي او د وهلو ټکولو تر څنګ ترې پیسې هم اخلي. په ایران کې د افغانانو وضعیت ډېر ستونزمن دی. تر هغه وخته چې افغانستان ته راورسېدم، سخت و وهل شوم او ډېری پیسې مې واخیستل شوې. د سختو وهلو ټکولو له امله ان سم ګرځېدای هم نه شم او باید څوک مې لاس ونیسي تر څو وکولای شم حرکت وکړم.»

له ایران څخه اېستل شوی، محمداسماعیل هم زیاتوي: « زما پنځلس کلن زوی، چې لا تر اوسه قانوني عمر ته نه دی رسېدلی، نږدې شل ورځې مخکې یې له خپل تره سره یو ځای له ایرانه را و ایسته. تره مې اوس په افغانستان کې دی، خو مېرمن او اولادونه یې په ایران کې پاتې دي. په ایران کې د افغانانو وضعیت ډېر ستونزمن دی. هغه افغانان چې پیسې نه لري، تر یوې اوونۍ یا لسو ورځو پورې په کمپونو کې ساتل کېږي.»

را اېستل شوي وايي، د ژمي په سخت موسم کې بې‌سرپنا اوسېدل ورته لویه ستونزه ده او له حکومت غواړي، چې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ایران کې د لاریونونو له راکمېدو سره د افغان کډوالو را ایستل زیات شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*