
ضعیف مشران، مایوس کوونکي تکتیکونه: ولې د باجوړ برید د خوارجو ستراتیژیکه ماتې بربنډوي باجور پاکستان
د باجوړ وروستی برید، چې مسئولیت یې خوارج منلی، یو انتقامي اقدام و. دغه ډله په خپل النبأ خپرونه کې اعلان کړی چې د برید هدف یو جنګیالی و، چې له یوې سیالې ډلې سره تړاو درلود او څو کاله وړاندې یې د خوارجو یو غړی وژلی و؛ له هماغه وخته د دې ډلې له خوا تر تعقیب لاندی و، خو شنونکي باور لري چې دا برید د دې ډلې د ځواک نښه نه ده، بلکې د مشرتابه کمزوري، ناامیدي، او د ستراتیژیک لید نشتوالی څرګندوي. دا ډول تکتیکونه د بې وسۍ نښې ګڼل کېږي.
غچ اخیستل ستراتیژي نه ده
د چین د مائوئيستي انقلابیانو، په ویتنام کې د ویت مین څخه نیولې تر افغانستان پورې مختلفو ګوندونو پورې، د اوږدمهاله ستراتیژیکو پلانونو سره پیاوړې یاغي ډلې وده وکړه. دوی مشروعیت رامینځته کړ، خلک یې منسجم کړل، او همغږي سیاسي پروژې یې طرحه کړې. خو داعش خراسان خپله توجه د شخصي او کورنۍ انتقامونو پر لور متمرکزه کړې ده. هغه مشرتابه چې انتقام اخیستل د ستراتیژیکو اهدافو پر ځای غوره ګڼي، خپله ناکامي افشا کوي. په غچ اخیستلو تمرکز د مشرتابه یوه ژوره ناکامي څرګندوي. اغېزناک مشران پوهېږي چې خوځښتونه د احساساتو په کنټرول او د قهر و غضب د هدفمندې استفادې له لارې دوام مومي. خو کمزوري او بېلید مشران خپلو جنګیالیو ته اجازه ورکوي چې خپل ژوند او منابع په داسې عملیاتو کې ضایع کړي چې له لنډمهاله تبلیغاتي سرلیک پرته بل څه نه لري. باجور پاکستان
د ملاتړ او مشروعیت له لاسه ورکول
د سیمهییزو مشرانو په نښه کولو سره، داعش خراسان یو ځل بیا ورور وژنه د پراخ نفوذ پر ځای غوره کړې ده. حتی هغو افغانانو ته چې له خپلو سیاسي بنسټونو نهیلي شوي، یوه ډله چې په ګڼهګوڼه بازارونو کې د انتقامي وژنو لړۍ پرمخ وړي، یوازې وېره خپروي، نه ملاتړ. دا ډول کړنې، داعش خراسان له هغو مسلمانانو ټولنو څخه لا نور منزوي کوي چې دا ډله یې د استازیتوب دعوه کوي. د باجوړ برید د داعش خراسان محبوبیت نه زیاتوي. باجور پاکستان
دا کار نه د خلکو د نارضایتۍ اجماع رامنځته کوي، نه د دښمنانو د قدرت تسلط کمزوری کوي. پر ځای یې، د داعش خراسان شهرت د یوې داسې ډلې په توګه پیاوړی کوي چې د رهبري پر ځای د انتقام په دام کې بند پاتې ده.
د ناکامې رهبرۍ بیه
د داعش خراسان څانګې مشران نه یوازې د تاوتریخوالي په تنظیمولو تورن دي، بلکې د خپلو لارویانو په وړاندې د خیانت مرتکب هم ګڼل کېږي. د یوې نهضت مشران مکلف دي چې ستراتیژي وټاکي، محدود منابع تخصیص کړي، او د بریا لپاره یو روښانه لید وړاندې کړي. خو کله چې مشرتابه ناکامه شي، د لومړۍ کرښې ځواکونه د تشو اهدافو قرباني کیږي. په باجوړ کې، دوی د خلافت لپاره نه، د بدیل نظام لپاره نه، بلکې د یوې زړې کینې د ارضا لپاره قرباني شویدي.
دا د کمزورې مشرتابه اصلي بیه ده: هغه د ټیټی کچي سقوط چې د مقاومت په بڼه ځان ښيي. د دې پر ځای چې یو دوامداره بنسټ جوړ کړي، د داعش خراسان مشران پریکړه کړې چې د غچ اخیستنې څرخې اداره کول غوره کړي چې بالاخره دا د غچ اخیستلو څرخ به دا ډله پخپله له منځه یوسي. باجور پاکستان
حساب ورکولو ته بلنه
د باجوړ برید باید نه یوازې د بې رحمانه تاوتریخوالي له امله، بلکې د هغې بې پروا او غیرمسئولانه مشرتابه له امله وغندل شي چې د دې برید تر شا ولاړ دي. د داعش خراسان څانګې قوماندانانو ثابته کړې چې نه ستراتیژي لري، نه لورلید، او نه هم د داسې څه وړاندیز توان لري چې له تاوتریخوالي پرته وي. د دوې وسواس د پخوانیو کینو او شخصي غچ اخیستلوپر وړاندې دا یقیني کړې چې د دوې ادعا شوې خلافت یوازې یو سیوری پاتې شوی هغه سیوری چې د هغو جنګیالیو یادونه تعقیبوي چې د بې ثمره غچ قرباني شوي دي.
تاریخ، خوځښتونه د هغو چاودنو د شمېر له مخې چی دوی ېې ادعاوی کوی نه بلکې د هغه راتلونکي له مخې چې دوی یې جوړوي قضاوت کوي. په باجوړ کې، داعش خراسان یو ځل بیا وښوده چې د وړاندې کولو لپاره هېڅ راتلونکی نه لري. مشران یې کمزوره دي، ستراتیژي یې ماته شوې ده، او میراث به یې له ناکامۍ پرته بل څه نه وي. باجور پاکستان
امواج پرس
Ok ok
qvpgg3