
بدخشان کې له زده کړو محرومو نجونو غالۍ اوبدلو ته مخه کړې ده
د ښځو او نجونو پر وړاندې تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونو د دروازو تر تړل کېدو وروسته، بدخشان کې ځینو دغو ښځو او نجونو غالۍ اوبدلو ته مخه کړې ده.
دوی د بدخشان په فیض اباد ښار کې په مسلکي کارغالو کې دغه مهارت زده کوي او د سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو د ملاتړ غوښتنه کوي.
غالۍ اوبدونکې، حماسه وایي: «زموږ تولیدات ښه دي او ځینۍ غالۍ د بشپړېدو په حال کې دي.»
بلې غالۍ اوبدونکې، سلطانې و ویل: «موږ د دې لپاره چې څه زده کړو او خپل راتلونکی او د خپلو اولادونو راتلونکی ښه کړو، غالۍ اوبدلو کار ته مو مخه کړې ده.»
د بدخشان د غالۍ اوبدونکو ټولنه وایي، دغه ولایت کې د غالۍ اوبدلو صنعت د تېر پرتله د پام وړ وده کړې ده.
د بدخشان د غالۍ اوبدونکو ټولنې مسوول، عبدالعلي یفتلي و ویل: «اوس د بدخشان د غالیو تولید زیات شوی او کله چې موږ دا کار پیل کړ، په بدخشان کې هیڅ غالۍ اوبدنه نه وه.»
د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست هم وایي، په تېر یوه کال کې یې د مرستندویه بنسټونو په همغږۍ له ۶۰۰ ښځو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې ده.
د دې ریاست د چارواکو په خبره، دا مهال له زرو ډېرې ښځې د بدخشان په ۱۵ ولسوالیو کې د غالیو اوبدلو په ګډون په بېلابېلو سوداګریزو برخو کې په کار بوختې دي.
لومړی نظر وکړئ on "بدخشان کې له زده کړو محرومو نجونو غالۍ اوبدلو ته مخه کړې ده"