بلخ کې ښځینه متشبثینې د ملاتړ غوښتنه کوي

منبع

بلخ کې ښځینه متشبثینې د ملاتړ غوښتنه کوي

مزار شریف ښار کې د رابعه بلخي د مارکېټ په ۷۵ هټیو کې څه د پاسه ۲۰۰ ښځې د لاسي صنایعو په پلور سره د خپلو کورنیو ورځني لګښتونه پوره کوي. 

دغه مارکېټ له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې فعال دی او هټۍوالې یې له کاري فضا خوښې دي خو له اسلامي امارت د لا زیات ملاتړ غوښتنه کوي. 

د مارکېټ مسووله، ناهیده رازقي وایي: «د دې مارکېټ په ۷۵ هټیو کې له ۲۰۰ ډېرې مېرمنې بوختې دي، چې د لاسي صنایعو، خوږو خوړو، د غوړیو پروسس، وچو مېوو، غالیو او تفریحي کلبو په برخه کې فعالیت کوي.»

په دې مارکېټ کې کارکوونکې ښځې د مناسب کاري چاپېریال له برابرېدو خوښي څرګندوي؛ خو ټینګار کوي چې د اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو دوامدار ملاتړ، د پانګې برابرول او د بازارموندنې اسانتیاوې کولی شي د دوی سوداګریز فعالیتونه لا پیاوړي کړي.

هټۍ‌واله، سجیه و ویل: «موږ ۱۲ تنه په ګډه د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوو. ځینو ښځو ته کارونه ورسپارو، دوی په خپلو کورونو کې کالي جوړوي او بیا یې موږ ته راسپاري.»

بله هټۍ‌واله، مسلمه سادات و ویل: «زموږ غوښتنه له مسوولینو دا ده چې ملاتړ مو وکړي. موږ څو کاله کیږي دلته د رابعه بلخي مارکېټ کې کار کوو خو تر اوسه هېڅ ادارې زموږ ملاتړ نه دی کړی. موږ وسایلو او ماشینونو ته اړتیا لرو.»

دې مارکېټ نه یوازې لسګونه ښځو ته د کار زمینه برابره کړې، بلکې دلته راتلونکې ښځې هم له اسلامي امارته د ښځو لپاره د ځانګړو ورته مارکېټونو او ځایونو د جوړېدو غوښتنه کوي.

د مزارشریف اوسېدونکې، عذرا وایي: «دا ځای د میلې او تفریح لپاره هم ښه ځای دی. دا مارکېټ یوازې د ښځو لپاره جوړ شوی. موږ له خپلو ملګرو سره د تفریح لپاره راغلي یو او خواړه مو وخوړل.»

د مزارشریف بله اوسېدونکې، مولوده وایي: «باید داسې نور مارکېټونه هم پرانیستل شي، څو ډېرې ښځې بوختې شي او موږ هم وکولی شو تفریح وکړو.»

بل لورته د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، د هغو ښځینه متشبیثینو ملاتړ کوي چې خپل سوداګریز فعالیتونه د اسلامي او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې ترسره کوي.

د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال، نصیر احمد نیازي و ویل: «د صنعت او سوداګرۍ ریاست د هغو ښځو ملاتړ او ستاینه کوي چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې د تولید، کاري فرصتونو، ځان بساینې او اقتصادي ودې په موخه هڅې کوي او کار کوي.»

د یادونې ده چې دا مهال بلخ کې له ۱۵۰۰ ډېرې ښځې د لاسي صنایعو، کورنیو تولیداتو او د خوړو د پخلي په ګډون په بېلابېلو برخو کې په کار او فعالیت بوختې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بلخ کې ښځینه متشبثینې د ملاتړ غوښتنه کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*