
تېره تلې میاشت کې د افغانستان په صادراتو کې ۴۰ میلیونه ډالره زیاتوالی راغلی
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، تېره تلې میاشت کې د افغانستان په صادارتو کې ۴۰ میلیونه ډالره زیاتوالی راغلی.
دغه میاشت کې د افغانستان د صادراتو ټول ارزښت څه باندې ۲۷۴ میلیونه ډالر و خو دغه شمېرې بیا تر تلې وړاندې په وږي میاشت کې نږدې ۲۳۰ میلیونه ډالره وې.
د افغانستان ډېری تولیدات او محصولات تر ډېره ترکیې، پاکستان او محتده عربي اماراتو ته شوي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند، حلیم رافع و ویل: «د ۱۴۰۴ کال په وږي مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۲۲۹ اعشاریه ۸ میلیون ډالر و. د شمېرې ښيي، چې د ۱۴۰۴ کال په تلې میاشت کې د صادراتو ارزښت د روان کال د وږي میاشتې پرتله ۴۵ اعشاریه یو ميليون ډالره زیاتوالی لري.»
دا په داسې حال کې ده چې له یوې خوا له پاکستان سره لارې تړلې دي او له بلې خوا افغان سوداګر د ټرانزیټ او بانکي بندیزونو په څېر له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د کرنې او مالدارۍ خونه ټینګار کوي چې د صادراتو د لا زیاتېدو لپاره باید د کورنیو تولیداتو پر پروسس پانګونه وشي.
د کرنې او مالدارۍ خونې اجراییوي رییس، وسیم صافي په دې اړه و ویل: «موږ باید خپل صادرات زیات کړو، د ګاونډیو هېوادونو سربېره باید د اروپا او امریکا په څېر هېوادونو ته صادرات ولرو. دغه برخه کې باید د محصول له پیله د صادرېدو لپاره تر چمتو کېدو کار وشي، لکه یو محصول باید څنګه په معیاري ډول صادرېدو ته چمتو کړای شي.»
د یادونې ده، چې په تلې میاشت کې د افغانستان د وارداتو کچه ۱.۱۶۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلې خو په وږي کې بیا ۱.۲۳۲ میلیارده ډالره وه.
لومړی نظر وکړئ on "تېره تلې میاشت کې د افغانستان په صادراتو کې ۴۰ میلیونه ډالره زیاتوالی راغلی"