کابل کې د تېلو او ګازو بیو د لوړېدو شکایتونه

Photo: Brett Jordan

کابل کې د تېلو او ګازو بیو د لوړېدو شکایتونه

پلازمېنه کې په وروستیو دوو ورځو کې د تېلو او ګازو بیې لوړې شوې دي.

د وروستیو مالوماتو لمخې، دا مهال د یو لیټر ډیزلو بیه ۷۷ افغانۍ، د یو لیټر پټرولو بیه ۷۵ افغانۍ او د یو کیلو ګازو بیه ۵۳ افغانیو ته لوړه شوې ده.

پلورونکي، حاجي شیر و ویل: «موږ پرته د ښاروالۍ له اجازې، نشو کولای چې حتی د تېلو بیه یو افغانۍ هم لوړه یا ټیټه کړو. یو لیټر ډیزل ۷۷ افغانۍ او پټرول ۷۵ افغانۍ دي.»

موټر چلوونکي بیا پر بازار د نه څار شکایت لري او وایي، که د بیو د لوړېدو بهیر همداسې دوام ومومي، نو ډېری به اړ شي چې خپل موټر ودروي.

موټر چلوونکي، جان محمد و ویل: «کاروبار نشته. موږ په ورځ کې له څلور تر پنځه سوه افغانۍ کار کوو او د موټر تخنیکي ستونزو ته په کتو دا زموږ لپاره هیڅ ګټه نه لري.»

بل موټر چلوونکي، عبدالمنان و ویل: «په نړۍ کې تېل ګران نه دي خو په افغانستان کې چې کله تېل پلورونکي یو اعلان واوري، د تېلو بیې لوړوي. دوی خپلې زېرمې د تېلو ډکې کړې دي.»

له بلې خوا، د کابل ښاروالۍ مسوولین د بیو لوړوالی تاییدوي او لامل یې د دویمې درجې تېلو پر وادراتو بندیز یادوي.
  
د کابل ښاروالۍ استازي، نعمت‌الله بارکزي و ویل: «اوس مهال ۸۰ شمېرې تېل افغانستان ته نه واردیږي، یوازې ۹۲ نمبر تېل واردېږي.»

خو هېوادوال پر دې باور دي چې پر بازار د څارنې نشتوالي پلورونکو ته د ناوړه ګټې اخیستنې فرصت برابر کړی او له حکومته غواړي چې د بیو د خپل‌سري لوړېدو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

منبع

1 Comment on "کابل کې د تېلو او ګازو بیو د لوړېدو شکایتونه"

  1. په افغانستان کی ولی سیږنال بندوو

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*