جبري راستنېدل؛ ډېری راستانه شوي وایي شتمنۍ یې ایران کې پاتې

4
1

جبري راستنېدل؛ ډېری راستانه شوي وایي شتمنۍ یې ایران کې پاتې

له ایرانه تازه را ایستل شوي هېوادوال د خپل اقتصادي وضعیت او هېواد کې د کاروبار له نشتوالي شکایت کوي. 

دوی وايي، ټوله شتمني یې په ایران کې پاتې او دوی تش لاس راستانه شوي دي.

۶۶ کلن عبدالاحد نږدې درې میاشتې وړاندې له خپلې کورنۍ سره له ایرانه په جبري ډول را ایستل شوی وایی، د خپلې پنځه کسیزې کورني نفقه ور ترغاړې ده خو د ژوند تېرولو لپاره څه نه لري.

عبدالاحد زیاته کړه: «زه له ایرانه وشړل شوم او دلته نه کار لرم، نه پانګه. او ژوند له سختیو او بدمرغیو سره تېروم. کوچني ماشومان لرم، ناروغان دي، زه خپله هم ناروغ یم، دوا خورم. ژوند له ډېرو ستونزو سره روان دی.»

ډېر هغه کډوال چې له ایرانه را ایستل شوي او د مرستو ترلاسه کولو په موخه دلته راغلي، د بې‌وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله اندېښمن دي.

د دوی په خبره، شتمني یې په ایران کې پاتې ده او اوس تش لاس د ژوند له سختیو سره مخامخ شوي دي.

له ایرانه را ایستل شوی، عبدالله میرزايي و ویل: «زموږ د کور وسایل په ایران کې پاتې دي. له حکومته غواړو چې مرسته وکړي، یا خو موږ ته وسایل واخلي، یا مو وسایل له ایرانه هېواد ته راولېږدوي.»

بل را ایستل شوي، سید محمد حسيني: «ژمی او سړه هوا را روانه ده، بخارۍ او سون توکي نه لرو. د کور وسایل مو په ایران کې پاتې دي. توشکې، کمپلې او د خوړو توکي نه لرو، له کومې ستونزې یې ووایو؟»

د مرستندویه ادارې مسوول، عبدالله صمیم و ویل: «اکثریت هغه هېوادوال مو چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته هېواد ته راستانه شوي، بې‌وزله، اړمن او د مرستې وړ دي.»

د هرات ځایي چارواکي وايي، د ډېرو هغو افغان کډوالو مالونه او شتمنۍ چې له ایرانه شړل شوي، همالته پاتې دي.

دوی ډاډ ورکوي چې اسلامي امارت له ایراني حکومت سره د افغان کډوالو د شتمنیو د رالېږدولو په اړه خبرې کوي. 

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، احمدالله متقي و ویل: «افغانان چې لسګونه کاله یې په ایران کې ژوند کړی و، کارو بار یې درلود، کورونه یې جوړ کړي و، ان صنعتي کارخونې یې جوړې کړې وې، یا یې کورونه ګروي کړي و؛ هغوی یې له سړکونو نیولي او ایستلي دي. اوس د هغوی کار، کاروبار او ژوند هلته پاتې، دا یوه جدي ستونزه ده.»

د هرات د ځایي چارواکو د شمېرو پر بنسټ، په تېرو درې نیمو میاشتو کې، شاوخوا یو میلیون او ۱۲۰ زره افغان کډوال چې د ایراني حکومت له خوا ایستل شوي، د اسلام‌کلا له لارې هېواد ته راغلي، چې تر ډېره یې شتمني په ایران کې پاتې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "جبري راستنېدل؛ ډېری راستانه شوي وایي شتمنۍ یې ایران کې پاتې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*