جلال اباد کې د هدیرو لپاره د ځمکو کمښت؛ ښاریان له جدي ستونزو سره مخ دي

جلال اباد کې د هدیرو لپاره د ځمکو کمښت؛ ښاریان له جدي ستونزو سره مخ دي

جلال اباد ښار چې د هېواد یو له ګڼ مېشتو ښارونو شمېرل کیږي، د ختیځو ولایتونو سربېره د هېواد د نورو ولایتونو د اوسېدونکو ترڅنګ له پاکستانه د تازه را ایستل شويو کوربه هم دی. 

د جلال اباد ښاریان وایي، د وګړو زیاتوالي او د ښار ناانډوله پرمختګ له امله په دغه ښار کې د هدیرو لپاره ځمکې کمې شوې دي. 

د جلال اباد ښار اوسیدونکي، غیرت خان رستم خېل و ویل: « دلته لویه ستونزه د هدیرې ده، کله چې دلته یا خپلوانو کې مړی وشي، هدیرې ټولې ډکې دي، هدیره په هدیره یې ګرځوي، د ښخېدو ځای یې نه وي.»

د جلال اباد ښار اوسیدونکي، محمد اسلم و ویل: «کله چې یوې هدیرې ته یوسو، هلته خلک راپاڅیږي، وايي دا زموږ هدیره ده، بلې هدیرې ته یې یوسو، هلته هم خلک راپاڅېږي، له سختو مشکلاتو سره مخ یو.»

بل‌خوا ځینې دیني عالمان او د ښار اوسېدونکي د حکومت ترڅنګ پر شتمنو هېوادوالو غږ کوي چې د هدیرو د ځمکو کمښت ستونزې د حل په برخه کې همکاري وکړي.

دیني عالم، همایون حامد و ویل: «که زموږ او ستاسو شتمن خلک په دغه لار کې صدقه وکړي او خپلې ځمکې وقف کړي او یا پر خپلو پېسو یوه برخه ځمکه واخلي او هدیرې ته یې وقف کړي، دا ستر اجر لري.»

د جلال اباد ښار اوسېدونکي، سنګر ولي تنها و ویل: «کله چې زموږ کلي کې مړی وشي، بیا یې موږ د بل کلي هدیرې ته وړو، هلته یې نه پرېږدي، د هغوی هم هدیرې ډکې دي، خلک په دغې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.»

ورته مهال د جلال اباد ښاروالۍ هم د هدیرو د ځمکو کمښت ستونزه مني او د دغې ستونزې د حل ډاډ ورکوي.

د جلال اباد ښاروالۍ ویاند، حامد محمودي و ویل: «د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د درېیو نویو ناحیو جوړولو چارې روانې دي، چې په نږدې راتلونکو کې به یې چارې بشپړې شي او په دغو ناحیو کې د هدیرو لپاره ځمکې ځانګړې شوي او په دغې برخه کې به شته ستونزې هوارې شي.»

د ننګرهار ښاروالۍ د مالوماتو لمخې، جلال اباد ښار دا مهال نهه ناحیې لري چې دوه نورې هم منظورې شوي او د یوې بلې وړاندیز شوی چې په نهه ګونو ناحیو کې نږدې یو نیم میلیون خلک ژوند کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "جلال اباد کې د هدیرو لپاره د ځمکو کمښت؛ ښاریان له جدي ستونزو سره مخ دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*