حضوري چمن ته لېږدول شوي ګرځنده پلورونکي د کاروبار لپاره دایمي ځای غواړي

Photo; Thomas Foertsch

حضوري چمن ته لېږدول شوي ګرځنده پلورونکي د کاروبار لپاره دایمي ځای غواړي

کابل ښار کې ځینې لاس پلورونکي چې په دې وروستیو کې حضوري چمن ته لېږدول شوي، د خپل کاروبار پر وړاندې د خنډونو له امله شکایت کوي. 

دوی وایي، ځای یې دایمي نه دی، پېرودونکي یې کم دي او له همدې امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي. 

دغه لاس پلورونکي له اسلامي امارت غواړي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي. 

ګرځنده پلورونکي، اسماعیل و ویل: «خاورې دي، نه مو ځای مالوم دی او نه سرپناه لرو. پېرودونکي هم نه لرو، دلته هېڅوک هم نه راځي. هغوی خو ځان بېغمه کړ خو دلته له ښاره هېڅوک هم نه راځي. او دا ځای لنډمهالی دی، کاش چې دایمي خو وای، موږ به خپله هر څه جوړ کړي وای.»

ځینې نور دغه ګرځنده پلورونکي هم د پېرودونکو د نشتون له امله خواشینې دي او له مسوولینو غواړي چې یو دایمي ځای ورته برابر کړي. 

ګرځنده پلورونکي، محمد اکرم و ویل: «دا هم ښه ځای دی خو که دایمي وي. که موږ دلته خپل کاروبار جوړ کړو او بیا مو له دې ځایه هم باسي، دا به له موږ سره ستره دوکه وي.»

بل ګرځنده پلورونکي، ګل اغا محمدي و ویل: «له دولته غواړو چې موږ ته یو دایمي ځای برابر کړي، ځکه ځینې خلک وایي دا ځای موقتي دی.»
 
کابل ښاروالۍ هم تاییدوي چې حضوري چمن په لنډمهالي ډول دغو ګرځنده پلورونکو ته ځانګړی شوی او هر کله چې د دغه ځای لپاره د ښاروالۍ پلان وروستی شي، دا پلورونکي به له دې ځایه هم بل ځای ته ولېږدول شي.

د کابل ښاروالۍ استازي، نعمت الله بارکزي و ویل: «ګرځنده پلورنه کابل ښار کې دایمي نشي کېدای او دا یو لنډمهالی کاروبار دی. اوس د ښار د نظم ښه والي په موخه دوی دلته دي او کله چې د حضوري چمن لپاره پلان وروستی شي نو بیا دوی بل ځای ته لېږدول کیږي.»

سره له دې چې  کابل ښاروالۍ حضوري چمن ته د ګرځنده پلورونکو لېږد د ښار د نظم لپاره مهم بولي، خو له دوو اوونیو تېرېدو وروسته هم، د کابل په بېلابېلو سیمو کې ګرځنده پلورونکي لیدل کیږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "حضوري چمن ته لېږدول شوي ګرځنده پلورونکي د کاروبار لپاره دایمي ځای غواړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*