
د افغانستان صادرات له وارداتو سره د پرتلنې وړ نه دي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په تېرو اتو میاشتو کې له روسیې سره د ۲۲۷ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.
د دغه وزارت د ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد
 په وینا د دغې راکړې ورکړې له منځه درې میلیونه ډالره صادرات او ۲۲۴ 
میلیونه ډالره یې واردات دي.
ښاغلي جواد زیاته کړه: «له روسیې سره د 
افغانستان د سوداګرۍ کچه د ۲۰۲۴ کال په لومړنیو اتوو میاشتو کې ۲۲۷ میلیون 
ډالره وو چې درې میلیونه یې صادرات او پاتې ۲۲۴ میلیونه یې واردات دي. د 
تېر کال پرتله دغه راکړه ورکړه ۱۸ سلنې زیاته شوې ده.»
بل پلو، د سوداګرۍ او پانګونې د خونې لومړي 
مرستیال د روسیې ته د خپل سفر پر مهال د روسیې د سوداګرۍ د خونې له 
مسوولانو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، اقتصادي پرمختګ، او د پانګونې د
 جذب په تړاو خبرې کړې دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال، 
محمد یونس مهمند و ویل: « موږ هڅه کوو چې روسیې ته د تازه مېوې او وچې مېوې
 صادرات زیات کړو. روسیه د افغانستان د تازه مېوې لپاره ډېر ښه مارکیټ دی.»
د اقتصادي چارو ځينې شنونکي هم وایي، له روسیې سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې اغېزناکه ده.
د اقتصادي چارو شنونکي، شاکر یعقوبي په دې اړه
 و ویل: «په طبیعي سرچینو او برېښنا برخو کې پانګونه یوه جدي اړتیا ده. ددې
 ترڅنګ چې نړۍوال بندیزونه هم دي، روسیه د یوه بدیل بازار په توګه کارېدای 
شي. له بل لوري د افغانستان جغرافیوي موقعیت د دې لامل کیږي چې د سویلي 
اسیا او منځنۍ اسیا ترمنځ ارتباطي پل شي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، 
په تېرو اتو میاشتو کې له روسیې سره د ۳۳۴ میلیونه ډالرو په ارزښت 
سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.
لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان صادرات له وارداتو سره د پرتلنې وړ نه دي"