د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې اسیا جام کې عربستان ته ماتې ورکړه
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن (چهارشنبه) د اسیا ملتونو د فوټسال جام په خپله لومړۍ سیالۍ کې عربستان ته ۳-۰ ماتې ورکړه.
دا لوبه د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې، د (جاکارتا انټرنشنل ویلودروم) جمنازیم کې ترسره شوه.
د مجید مرتضايي شاګردانو په پیاوړې لوبه کې ښې لاسته راوړنې درلودې چې رضا حسینپور او امید قنبري د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.
افغانستان د D ګروپ برخه دی چې له عربستان وروسته به له مالیزیا او ایران سره سیالي کوي.
د افغان لوبډلې دویمه لوبه به د جمعې په ورځ له مالیزیا سره ترسره شي.
د اسیا ملتونو فوټسال جام چې ۱۶ لوبډلې پهکې برخه لري، له سهشنبې راهیسې د اندونیزیا په جاکارتا ښار کې پیل شوی دی.

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې عربستان ته درې – صفر ماتې ورکړه"