
د افغان سوداګرو د ټرانزیټي توکو پر وړاندې نوې ستونزه
وروسته تر هغې چې د افغانستان سوداګرو خپل ترانزیټي توکي د کراچۍ له بندره افغانستان ته د لېږد لپاره د متحده عربي اماراتو د جبلعلي بندر ته انتقال کړل، اوس د منځني ختیځ د جګړو له امله دغه توکي بیا ځلې بند پاتې دي.
د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي چې له ۹ زرو څخه زیات کانتینرونه، چې ارزښت یې تر پنځو میلیارده ډالرو ډېر دی، په دې بندر کې بند پاتې دي.
د دغې ادارې په وینا، دغه کانتینرونه نږدې شل ورځې کېږي، چې ولاړ دي او هره ورځ پرې له ۱۰۰ تر دوه سوه ډالرو پورې فیس راځي.
د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې رییس، خانجان الکوزي طلوعنیوز ته وویل: «پاکستان او د هغه شرکتونو پر هغو توکو چې په کراچۍ بندر کې بند پاتې وو، جریمه اخیستې چې لګښت یې تر لس زره ډالرو رسېږي. اوس چې دا توکي په جبلعلي کې هم بند پاتې دي، هلته هم له زموږ له سوداګرو څخه له ۱۰۰ تر ۲۰۰ ډالرو پورې جریمه اخیستل کېږي، چې دا زموږ لپاره ډېر دروند بار دی. دا توکي د خپل هېواد د خلکو مال دی، نو سوداګر اړ دي چې دا افغانستان ته راوړي.»
دا په داسې حال کې ده چې یاد ترانزیټي توکي له دې مخکې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د بندېدو له امله، څو میاشتې په کراچۍ بندر کې بند پاتې وو.
په د متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د دغو توکو د لېږد او مالیاتي پروسو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
د هغه په وینا، په دې کانتینرونو کې خوراکي توکي او درمل شامل دي.
په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس، حاجي عبیدالله صدرخېل وویل: «اوس مهال په هېواد کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې او ان دوه برابره شوې دي. که دا بهیر دوام وکړي، بیې به لا نورې هم لوړې شي. له همدې امله موږ له حکومت او مشرانو غواړو چې دې موضوع ته پام وکړي او چارې اسانه کړي.»
ورته مهال، افغان سوداګر، امید حیدري وايي: «موږ اړ یو چې یو یا دوه کښتۍ په کرايه ونیسو څو دا توکي ولېږدوو، ځکه که هلته پاتې شي نو له منځه به ولاړ شي، او د ځینو سوداګرو پانګه به هم له لاسه ووځي. هیله ده چې اسلامي امارت دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.»
د افغانستان سوداګرو دغه توکي د کراچۍ په بندر کې له نږدې څلورو میاشتو درېدنې وروسته، د جبلعلي بندر ته انتقال کړل چې د هر کانتینر پر سر تر تر لس زره ډالرو پورې لګښت راغلی دی.
لومړی نظر وکړئ on "د افغان سوداګرو د ټرانزیټي توکو پر وړاندې نوې ستونزه"