د افغان ښځو اقتصادي پیاوړتیا لپاره د جاپان او م.م ۵.۶ میلیونه ډالري همکاري

د افغان ښځو اقتصادي پیاوړتیا لپاره د جاپان او م.م ۵.۶ میلیونه ډالري همکاري

جاپان او د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې افغان ښځو ته د اقتصادي فرصتونو د پراختیا لپاره د ۵.۶ میلیونه ډالرو په ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک کړی.

جاپان او د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د ښځو د اقتصادي فرصتونو د پراختیا په موخه د  ۵.۶ میلیونه ډالرو په ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

دا پروژه چې ټاکل شوې په دوو کلونو کې پلې شي، تمرکز یې د ښځو په مشرۍ له کوچنيو سوداګریزو فعالیتونو ملاتړ دی او مالي سرچینو ته به د ښځو په مشرۍ د ۲۱۰۰کوچنيو کاروبارونو لاسرسی ښه کړي.

  په کابل کې د جاپان سفیر، کنیچي ماساموتو   ویلي: «د دې پروژې موخه دا ده چې افغان ښځو ته مالي سرچینو، د تشبث روزنې او خوندي فضا ته لاسرسی برابر کړي. لسګونه زره افغانې ښځې او د هغوی کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.»

د جاپان سفیر د دغه هوکړه لیک د لاسلیکولو پر مهال ټینګار وکړ چې دا هیواد له افغانانو په ځانګړې توګه له ښځو سره د اقتصادي خپلواکۍ د ترلاسه کولو او د بشري حقونو د خوندیتوب په لاره کې ولاړ دی.

 په کابل کې د جاپان سفیر و ویل: «کله چې ښځې په بشپړه توګه ګډون وکړي، افغانستان به له خپل ټول ظرفیته ګټه پورته کړي.  زه غواړم خپلې خبرې له افغانانو سره د چاپان د پیوستون په ټینګار سره پای ته ورسوم.»

په دغو مراسمو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام استازي وویل چې افغانستان لا هم یو سخت اقتصادي ناورین تجربه کوي چې تر ټولو دروند بار یې د ښځو پر اوږو تحمیل شوی دی.
نوموړي په افغانستان کې د ښځو پر ملاتړ ټينګار وکړ.

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام استازی، سټېفن رودریګز وايي: «له څلورو افغانانو درې یې د خپلو لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره هڅې کوي. د سړي سر ناخالص ملي تولید لا هم له ۲۰۲۰ کاله ټیټ دی. که څه هم د نسبي ښه کېدو نښې شته، خو د کار د پیدا کولو او په ټولنه کې د بې وزلۍ د کمولو لپاره د ودې کچه ډېره ټیټه ده.»

د ملګرو ملتونو دا اندېښنه په داسې حال کې ده چې اوسمهال پر نورو ننګونو سربېره، هره ورځ زرګونه افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو په جبري توګه را اېستل کېږي؛ دا هغه مسأله ده چې د اقتصادي وضعیت د لا خرابېدو او د کاري فرصتونو د کمېدو په تړاو یې اندېښنې لا پسې زیاتې کړې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغان ښځو اقتصادي پیاوړتیا لپاره د جاپان او م.م ۵.۶ میلیونه ډالري همکاري"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*