
د ا.ا څلور کلن مزل؛ نجونې لا د زده کړو د دوام اجازې ته په تمه دي
په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ د څلور کلن کېدو سره لا هم د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې تړلې دي.
ثناء او بصیره، چې دواړه د یوولسم ټولګي زده کوونکې او خویندې دي، له هغه وخت راهیسې په کورناستي دي چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړل شوې دي.
که څه هم له دې پرېکړې څه باندې ۱۴۰۰ ورځې تېرې شوې دي، خو زده کړو ته د دوی لېوالتیا لاهم ژوندۍ ده.
زدهکوونکې، ثناء وايي: «زه ډېره هیجاني وم، ځکه یو کال مې پاتې و، ویل مې ان شاالله پوهنتون ته ځم. زیاته هڅه مې هم کوله، له ښوونځي پرته مې کورسونه هم تعقیبول چې پوهنتون ته ولاړه شم، ډاکټره شم او خلکو ته خدمت وکړم. خو چې په کور کېناستو نو سوچونه زیات شول، ناروغۍ او تشویشونه پیدا شول چې څه به کیږي نو په همدې فکرونو کې ذهنونه ټول شاته پاتې شول.»
یوه بله زدهکوونکې، بصیره هم وايي: «څوک چې حجاب کوي د هغوی لپاره خو پرانیزئ! سخت یې نیسئ نو هغوی ونیسئ چې د هغوی له لاسه موږ هم پاتې یو. نو لطفاً د ښوونځيو دروازې پرانیزئ چې موږ وکړای شو روښانه راتلونکی ولرو او ویاړلی ولس اوسو.»
د دوی دا هیله او غوښتنه د افغانستان د زرګونو نورو نجونو غږ دی چې په دې کلونو کې له زدهکړو محرومې پاتې دي. یو شمېر نورې زده کوونکې هم ټینګار کوي چې سږ کال باید د ښوونځيو دروازې پرانېستل شي.
زدهکوونکې ، بشرا بیا داسې وايي: «څلور کاله کیږي چې په تمه یو، په دې پنځم کال خو دې موږ ته ښوونځي پرانیزي. هیلې مو ژوندۍ شي، هیلې مو ټولې له لاسه ورکړې دي. چې یو څه خو راڅخه جوړ شي. کور کې ناست یو، بیخي بې جراته شوي یو.»
همدا راز زدهکوونکې، حنیفه خپل نظر داسې څرګندوي: «له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده چې ښوونځي دې زموږ پر مخ پرانیزي، دا دومره چې انتظار ایستلی دی، دا بس دی.»
د ښوونیزو چارو کارپوهان پر دې باور دي چې دغه محرومیت نه یوازې د زرګونو نجونو هیلې مړاوي کړي، بلکې د ټولنې پر راتلونکي یې هم سخت سیوری غوړولی دی.
د دوی په وینا، د یوه هېواد بشري پانګه د زده کړو په مټ وده کوي او له ښوونځيو د نجونو محرومول، د ټولنې د پرمختګ د نیمايي ظرفیت د له لاسه ورکولو په مانا دي.
د پوهنتون استاد، جنت فهیم چکري په دې اړه داسې وايي: «که ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړلي وي، زموږ ټولنه ډېره ضربه ویني، له شرعي، ټولنیز او اخلاقي پلوه دا ډېره سخته ضربه ورکوي. له اسلامي امارته زموږ هم دا غوښتنه ده چې څومره ژر کیږي د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې پرانیزي ځکه له پوهې پرته موږ کوم ځای ته نه رسیږو.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد له طلوعنیوز سره په خبرو کې ویلي وو، چې د نجونو د زده کړو په تړاو کار روان دی څو ورته دقیق شرعي جواز برابر شي.
لومړی نظر وکړئ on "د ا.ا څلور کلن مزل؛ نجونې لا د زده کړو د دوام اجازې ته په تمه دي"