
د جګړې زور اخیستل او ایران کې د مېشتو افغانانو اندېښنې
په ایران کې میشت یو شمیر افغان کډوالو پر ایران د اسراییلو د بریدونو د دوام په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
د دوی په وینا، دغو شخړو د اقتصادي، رواني او ذهني ستونزو په ګډون له بېلابېلو ننګونو سره مخ کړي دي.
عنایت الکوزي په نوم یوه افغان کډوال چې په ایران کې ژوند کوي، طلوعنیوز ته ویلي: « پر ایران د اسراییل بریدونو د افغان کډوالو لپاره اندېښنې راولاړې کړي او دا وضعیت د دوی پر اقتصادي او رواني حالت منفي اغېز کړی دی.»
رحیمالله صافي، یو بل افغان مهاجر په ایران کې، ویلي: «افغانان له دغه وضعیت اغېزمن شوي او زموږ د هېوادوالو لپاره د کار موندنې فرصتونه له منځه تللي دي.»
د کډوالو او راستنېدونکوچارو وزارت تېره ورځ په ایران کې له مېشتو افغان کډوالو غوښتي وو چې له حساسو پوځي ځایونو او سیاسي غونډو او حزبي فعالیتونو ځانونه لرې وساتي.
د اسلامي امارت ویاند هم ویلي وو چې د افغان کډوالو د ژوند خوندیتوب او د هغوی د اندېښنو د لیرې کولو لپاره د ایران د حکومت له چارواکو سره په اړیکه کې دي.
سلیم پیگیر، د سیاسي چارو شنونکی، طلوعنیوز ته ویلي: «افغان کډوال باید د ایران په کورني او بهرنۍ سیاست کې مداخله نه کوي، همداراز، د کډوالو وزارت مکلف دی چې د ایران مېشتو یا هلته بند پاتې افغان کډوالو د درناوي وړ ستنولو لپاره بېړنی اقدام وکړي.»
جمعهخان پویا، چې د مهاجرینو د حقونو فعال دی، وايي: «کډوال اندېښنه لري چې کېدای شي زیان وویني یا د کوربه حکومت له خوا هېر شي. نو له همدې امله، اسلامي امارت مسؤلیت لري چې د خپل سفارت له لارې د افغان مهاجرینو ستونزو ته رسېدنه وکړي.»
په وروستیو میاشتو کې په ایران او نورو ګاونډیو هیوادونو کې افغان کډوال دجبري اېستلو او د ایران او پاکستان د پولیسو د ناسم چلند په څېر له ستونزو سره مخ دي. اوس د اسرائیلو او ایران ترمنځ وروستیو شخړو د دغو کډوالو ستونزې څو برابره کړې دي.
لومړی نظر وکړئ on "د جګړې زور اخیستل او ایران کې د مېشتو افغانانو اندېښنې"