د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا د افغان او اوزبیک سوداګرو ټینګار

💬0

د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا د افغان او اوزبیک سوداګرو ټینګار

د بلخ ولایت او د اوزبیکستان د نمنګان ولایت مسوولینو د “افغانستان–اوزبیکستان د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو فورم” په نوم یوې غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

دا غونډه د بلخ په مرکز، مزارشریف ښار کې جوړه شوې وه، چې پکې د افغانستان او اوزبیکستان حکومتي مسوولینو او ګڼ شمېر سوداګرو او صنعتکارانو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو و ویل چې په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۱.۸ میلیارده ډالرو ته رسېدلې او د دې شمېر د زیاتوالي پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، محمد ابراهیم غضنفر و ویل: «د ۱.۸ میلیارده ډالرو سوداګري یو پیل دی، نه پای. که موږ په ګډې ارادې سره حرکت وکړو، کولی شو دا کچه په نږدې راتلونکي کې څو میلیارده ډالرو ته لوړه کړو.»

په ورته مهال، د بلخ او د اوزبیکستان د نمنګان ځایي مسوولینو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د بلخ د والي مرستیال، نورالهادي ابو ادریس و ویل: «په دې ورځو کې له پاکستان سره سوداګري بنده ده، دا یو ښه فرصت دی چې له دې لوري سوداګري پراخه کړو. موږ غواړو سوداګري ولرو، هغوی دې هم هر وخت راشي او زموږ سوداګر او صنعتکاران دې هم هلته ولاړ شي.»

د اوزبیکستان د نمنګان والي، شوکت عبدالرزاق‌اوف و ویل: «د افغانستان او اوزبیکستان اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې دي. زموږ د هېواد ولسمشر شوکت میرضیایف د دې اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي. د افغانستان ابادي او سوله د اوزبیکستان ابادي او سوله ده.»

افغان سوداګرو په دې غونډه کې له اوزبیکستاني مسوولینو وغوښتل چې د ویزې د ورکړې بهیر اسانه او چټک کړي.

سوداګر، ذبیح‌الله کهمردي و ویل: «هڅې دې وشي چې د افغانستان او اوزبیکستان د سوداګرو لپاره د ویزې ستونزه حل او اسانتیاوې برابرې شي. که تګ راتګ اسانه شي، سوداګري به نوره هم زیاته شي.»

دغه راز، د مزارشریف په یوه سوداګریز مرکز کې د اوزبیکستان د تولیداتو یو ورځنی نندارتون هم جوړ شو.

اوزبیک سوداګر افغانستان د خپلو تولیداتو د پلور لپاره مناسب بازار بولي.

اوزبیک سوداګر، ابرار و ویل: «افغانستان د اوزبیکستان د تولیداتو د پلور لپاره ښه انتخاب دی، ځکه چې د مالیاتو او ټرانسپورټ له پلوه لګښتونه کم دي او د دواړو هېوادونو لپاره ګټور دی.»

بل اوزبیک سوداګر، اته‌بیک و ویل: «زموږ د حکومت اساسي موخه له افغانستان، تاجیکستان او قزاقستان سره د سوداګریزو اړیکو پراخول دي. په همدې اساس له افغانستان سره د همکارۍ هوکړه‌لیک هم لاسلیک کیږي.»

د یادونې ده چې د دې غونډې په وروستیو شیبو کې د دواړو هېوادونو سوداګرو د کرنیزو، ودانیزو او خوراکي توکو د صادراتو او وارداتو په برخه کې د میلیونونو ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ او پانګونې هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا د افغان او اوزبیک سوداګرو ټینګار"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*