
جلال اباد ښار کې د ریکشو پر تګ راتګ بندیز ولګول شو
د ننګرهار په پلازمېنه جلال اباد ښار کې ریکشاو ته د تګ راتګ لپاره ځانګړې لارې او سیمې وټاکل شوې.
د سیمهییزو مسوولینو په خبره، د مشرتابه د پرېکړې او ولایتي ادارې تنظیمي پلان پر بنسټ ریکشې چلوونکي د ښار دننه عمومي واټونو کې د تګ راتګ اجازه نه لري.
د ټرافیکو مدیریت د دغه ګام موخه د ښاري نظم ټینګښت، د عامه تګ راتګ خوندیتوب او د بېنظمیو مخنیوی یادوي.
د ننګرهار د ټرافیکو مدیر، نورجهان جواد شېرزاد و ویل: «بیروبار ډېر زیات و، دوی له لپاره ځانګړې سیمې وټاکل شوې، ریکشا چلوونکو ته هېڅ ډول ستونزه نشته، هغه سیمو کې چې ریکشاوې بندې شوي هلته مو کاسټرو موټرو زمینه برابره کړې او ولس پکې تګ راتګ کولی شي، که نورو کاسټرو موټرو ته اړتیا شوه نو موږ نور هم چمتو کولی شو.»
د جلال اباد ښاریان د ټرافیکي سمون په پار دغه ګام مثبت ګڼي او له اړونده مسوولینو د یادې پرېکړې عملي کېدو غوښتنه کوي.
د جلال اباد ښار اوسېدونکي، ابراهیم شاه و ویل: «ډیره ګڼه ګوڼه یې جوړه کړې وه، د قدم د ایښودو ځای به نه و، چې یو قدم ځای به پیدا شو نو ریکشه به پکې ورننوته، ناروغان به دې روغتون ته نشو رسولی، ډېره بې نظمي یې رامنځته کړې وه.»
د جلال اباد ښار بل اوسېدونکي، صلاح الدین و ویل: «هیله کوو هغه اشخاص چې شخصي موټر ښار ته راوړي، باید په سم ځای کې یې ودروي،د سړک پر غاړه دې نه دروي، باید ښاري نظم مراعت کړي.»
خو ځینې نور هېوادوال وايي، اسلامي امارت دې د ریکشو پر را واردولو د بندیز ترڅنګ د ښاري پراختیا اړوند بنسټیزو پروګرامونو په پلي کولو سره دغې ستونزې ته دایمي حل ومومي.
د جلال اباد ښار اوسېدونکي، خان اغا و ویل: «د کاسټر موټرو تګ راتګ کې یو څو ستونزې شته، کرایه یې لوړه ده، د شلو پر ځای دې لس افغانۍ واخلي، خلک غریب دي، دغه موټرې باید ډېرې شي دا کمې دي او بل دا چې د ښځینه وو لپاره دې پکې پرده واچول شي یا دې ورته موټرې جلا شي.»
د جلال اباد ښار اوسېدونکي، نصیب الله و ویل: «باید د ریکشاو په واردولو بندیز ولګول شي او مالیه دې پرې ډېره لوړه شي، د نویو ریکشاو مخه ونیول شي، څو ښار کې ګڼه ګوڼه ډېره نشي.»
دغه ګام وروسته تر هغې اخیستل کیږي چې په دې وروستیو کې جلالاباد ښار د نفوس او نقلیه وسایطو د زیاتوالي له امله له جدي ټرافیکي ستونزو سره مخ وو.
لومړی نظر وکړئ on "جلال اباد ښار کې د ریکشو پر تګ راتګ بندیز ولګول شو"