د طب فارغانې د پرله‌پسې درېیم کال لپاره له اګزیټ ازموینې محرومې شوي

د طب فارغانې د پرله‌پسې درېیم کال لپاره له اګزیټ ازموینې محرومې شوي

هېواد کې د طب له پوهنځي فارغې شوې ښځینه محصلینې د پرله پسې درېیم کال لپاره هم د طبي شورا له اګزیټ ازموینې محرومې شوې دي. 

که څه هم د دغې ازموینې لپاره نوملیکنه روانه ده خو نجونو ته پکې برخه نه ورکول کیږي. 

له طب پوهنځي فارغې محصلینې له اسلامي امارت غواړي چې دوی ته دغه ازموینه کې د ګډون حق ورکړي. 

رابعې عالم طب چې پوهنځی یې بشپړ کړی خو اګزیټ ازموینه کې د ګډون حق نه ورکول کیږي، وایي: «ډاکټران او قابلې که دغه ازموینه ورکړي نو کولای شي په اسانه ولایتونو ته ولاړ شي او خدمت وکړي.»

د ښځینه ډاکټرانو شتون، چې په مستقیم ډول د ښځو او ماشومانو له روغتیا سره ژوره اړیکه لري؛ لا یې هم برخلیک ناڅرګند دی.

له طب پوهنځي فارغه، عاطفه وایي: «د افغانستان له اسلامي امارت مو غوښتنه ده چې له نجونو هم د اګزیټ ازموینه واخلي. یوه ټولنه د نارینه ډاکټر پرتله دوه برابره ښځینه ډاکټرې ته اړتیا لري.»

ډاکتران د دې پرېکړې د اغېزو په اړه خبرداری ورکوي او وايي، دا انتظار یوازې د نجونو غږ نه، بلکې د هغو روغتونونو جدي اړتیا ده، چې ښځینه ډاکټرانې نه لري او یا یې هم له کمښت سره مخ دي.

د نسايي او ولادي ډاکټرانو د ټولنې رییسې، نجم‌السما شفاجو و ویل: «که د دې لپاره یوه پالیسي جوړه شي او له نجونو او ښځو هم د اګزیټ ازموینه واخیستله شي دا به ښه وي، ځکه موږ د ښځینه ډاکټرانو له سخت کمښت سره مخ یو او دا کولای شي ناورین رامنځته کړي.»

که څه هم په اګزیټ ازموینه کې د نجونو د شاملېدو په اړه له اسلامي امارت ګڼې غوښتنې شوې؛ خو تر اوسه په دې اړه کوم ښه خبر نه دی ترلاسه شوی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د طب فارغانې د پرله‌پسې درېیم کال لپاره له اګزیټ ازموینې محرومې شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*