د غزني اوسېدونکو روان کال د پوهنې له سکټور سره ۱۴۸ میلیونه افغانۍ مرسته کړې

د غزني اوسېدونکو روان کال د پوهنې له سکټور سره ۱۴۸ میلیونه افغانۍ مرسته کړې

د غزني د پوهنې ریاست مسوولین وایي، روان کال دغه ولایت کې ځایي خلکو د پوهنې له سکټور سره ۱۴۸ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.

د مسوولینو د مالوماتو لمخې، د ولسي خلکو په ملاتړ دغه موده کې د غزني په مرکز او ١٨ ولسوالیو کې د ٢٩  ښوونځیو ودانۍ په بنسټیز او نیمه بنسټیز ډول رغول شوې او د لسګونه نورو ښوونځیو لپاره ځمکې او درسي توکي برابر شوي دي.

د غزني د پوهنې رییس، میر نصیر احمد حسیني په دې اړه و ویل: «سږ کال د غزني د مرکز په ګډون د دغه ولایت په ١٨ ولسوالیو کې عامو ولسونو له پوهنې سره ۱۴۸ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.»
د رسمي شمیرو لمخې، دا مهال غزني کې شاوخوا ٢٠٠ ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې په خلاصه فضا او خېمو کې زده کړې کوي.

خو سیمه ییز مسوولین د دغه ستونزې د بېړني او بنسټیز حل لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کوي.

د غزني د پوهنې رییس زیاته کړه: «که د پوهنې اړتیاوې یوازې د ولسونو پر غاړې شي او یا یوازې دولت ته حواله شي؛ ښایي دا ستونزه زر حل نشي. مهمه او ضروري دا ده، چې د يوهنې سکټور کې هم نظام او هم ولس سره همکار شي.»

ورته مهال د غزني ځینې اوسېدونکو وایي، د خلکو دا مرستې د ښوونځیو د بنسټیزو اړتیاو په پوره کولو کې مهم رول لري او سلګونه زده‌کوونکي یې له مناسبو ښوونیزو اسانتیاو برخمن کړي دي.

دوی د پوهنې ارزښت ته په اشارې، له اړونده مسوولینو، مرستندویه بنسټونو او خلکو غواړي چې زده کوونکو ته د زده کړو غوره اسانتیاوې برابرې کړي.

د غزني اوسیدونکي، رحیم الله و ویل: «خلک باید لکه څنګه چې په حدیث شریف کې ویل شوي چې د علم خپلول په ټولو نارینه وو او ښځینه وو فرض دی، همداسې په موږ ټولو لازمه ده چې د خپلو اولادونو لپاره د زده کړو ښه زمینه برابره کړو.»

د غزني بل اوسیدونکي، محمد اعظیم و ویل: «لکه څنګه چې ښوونه د یوه هېواد د ملا د تیر ارزښت لري او په هر ځای کې چې پوهنه نه وی هغه سیمه او هېواد برباد دی، نو زموږ غوښتنه له خلکو او نظام دا ده، چې یو له بل سره په ګډه د زده کړو زمینه برابره کړي او په دې برخه کې د زده کوونکو اړتیاوې پوره کړي.»

د یادونې ده چې غزني مېشتو د پوهنې له سکټور سره د مرستو سربېره، په شخصي لګښت د دغه ولایت په ځینو محرومو سیمو کې د سلګونه زره افغانیو په لګښت یو شمیر پلونه هم رغولي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د غزني اوسېدونکو روان کال د پوهنې له سکټور سره ۱۴۸ میلیونه افغانۍ مرسته کړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*