د غزني د مالستان او اجرستان ولسوالیو سړک رغول کیږي

د غزني د مالستان او اجرستان ولسوالیو سړک رغول کیږي

اجرستان او مالستان د غزني هغه دوه ولسوالۍ دي چې تازه یې د ټولګټو چارو وزارت له لوري د (کوتل خون) له لارې د ٣٠ کیلو متره نښلوونکي سړک د رغونې او چغل اچونې چارې پيل شوې چې نږدې ٣٤٧ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې کیږي.

د مسوولینو په خبره، دغه پروژه به د ١٦ میاشتو په موده کې بشپړه او زر کسانو ته په‌کې د کار زمینه هم برابره شي.

د دغه ولایت د ټولګټو چارو رییس عبدالقدیر بلال په دې اړه طلوع‌ نیوز ته وویل: «دا د غزني یو له مهمو سړکونو څخه دی، ژمي کې د اجرستان، مالستان او ناور ولسواليو او همدارنګه د دایکندي ولایت خلک له ډیرو ستونزو سره مخ وي، د دغه سړک له جوړېدو سره یې ستونزې حل شي.»

همدارنګه د سړک‌جوړنې د قرادادي شرکت رییس محمد قاضي نیازي وویل: «دغه سړک اجرستان او مالستان ولسوالي له یو بل سره نښلوي، د سرک اوږدوالی ۳۰ کیلومتره دی او بر یې هم نهه متره دی چې د کوتل‌خون له یوه سخت مسیر څخه تېریږي.»

ورته مهال ځایي اوسیدونکي وایي، د لارو د خرابوالي له امله له جدي ننګونو سره مخ دي او ډیر کله یې ناروغان هم روغتیایي مرکزونو ته په وخت نه رسیږي.

دوی زیاتوي چې د دغه سړک د چارو بشپړولو سره به یې د تګ – راتګ پر وړاندې ستونزې راکمې شي.

د اجرستان ولسوالي یوه اوسېدونکي محمد نبي په دې اړه وویل: «ژمي کې دلته پنځه یا شپږ میاشتې واوره وریږي، د دې لارې نوم کوتل‌خون دی، په همدې دلیل چې که هر څوک پر دې لاره خپل ناروغ روغتون ته وړي، ژوندی نه رسیږي.»

همدارنګه د مالستان ولسوالي اوسېدونکي محمدانور محقق وویل: «د دغه سړک جوړېدل به ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي، په ځانګړې توګه د اجرستان د خلکو لپاره چې لاره یې بنده وه، هم یې لاره لنډيږې او هم به یې تګ – راتګ اسانه وي.»

اجرستان، مالستان، ناور او جاغوري د غزني هغه لرې پرتې او غره‌‌یزې ولسوالۍ دي چې د دغه ولایت له مرکزه، ورته ۱۰۰ او ۱۶۰ کیلو متره لاره ده.

 دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایي، نږدې راتلونکې به د جاغوري او مالستان ولسوالیو د سرکونو اساسي رغولو سربیره د ځینو نورو ولسوالیو د سرکونو د هوارولو او چغل اچولو چارې هم پیل شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د غزني د مالستان او اجرستان ولسوالیو سړک رغول کیږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*