
د غزنې له ځینو روغتونونو سره د طبي وسایلو مرستې شوي
د عامې روغتیا وزارت او ځینو مرستندویه بنسټونو د غزني له ځینو روغتونونو سره د شاوخوا ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي او نقلیه وسایلو مرسته کړې.
دغو وسایلو کې د اکسیجن د تولید پلانټ، د الټراسونډ ماشینونه، امبولانسونه او موټرسایکلونه شامل دي چې د غزني د مرکز سربېره به د ولسوالیو کلینیکونو ته هم ولېږدول شي.
د مسوولینو په خبره، د دغو وسایلو په مرسته به روغتیایي خدمتونه پراخ او په لرې پرتو سیمو کې روغتیایي مرکزونو ته د خلکو د لاسرسي ستونزې هوارې شي.
د غزني د عامې روغتیا رییس، زرک ځیرک و ویل: «اووه امبولانسونه، شپږ الټراسونډ ماشینونه، ٣٣ موټر سایکلونه او یو د اکسیجن د تولید پلانټ به موږ په مرکز او ولسوالیو کې کلینیکونو ته ورکړو څو خلکو ته د خدمت په موخه وکارول شي.»
د مرستندویه موسسې ولایتي مسوول، ثمین نیکوفر و ویل: «دغه طبي وسایل، امبولانسونه او موټرسایکلونه د مرکز سربېره د اجرستان، اندړ، قره باغ او ځینو نورو هغه سیمو د کلینیکونو لپاره دي، چې اوسېدونکي یې له خدمتونو محروم وو.»
د غزني د اجرستان ولسوالۍ اوسېدونکي، حمید الله په دې اړه و ویل: «دغو وسایلو ته ډېره اړتیا وه. زموږ ناروغان روغتون ته د لېږد پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي. له دغو امبولانسونو او ماشینونو سره به زموږ ٩٠ سلنې ستونزې هوارې شي.»
بلخوا سیمهییز مسوولین د خلکو ستونزو ته پر رسېدنې ټینګار کوي.
د غزني د والي مرستیال، عبدالرشید عمري و ویل: «نن زموږ د ازموینې ورځ ده، دغه نظام چې موږ ته رب متعال راکړی؛ موږ یې ازموینه کې اچولي یو. موږ ته په کار ده چې، ولس ته په سمه مانا خدمت وکړو.»
د غزني د عامې روغتیا ریاست د مالوماتو پر بنسټ، په تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې د دغه ولایت په ۱۸۰ روغتیايي مرکزونو کې د درې میلیونه او ۶۰۰ زره ناروغانو درملنه شوې ده.
لومړی نظر وکړئ on "د غزنې له ځینو روغتونونو سره د طبي وسایلو مرستې شوي"