
د افغانستان د کارکوونکو او کارګرانو ملي ټولنې مشر وایي، دا مهال په افغانستان کې د وزګارتیا کچه لوړه او شاوخوا یو نیم میلیون کارګر بې روزګاره دي.
عبدالمتین مولوي زاده زیاتوي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د کار نړیوال سازمان سره یې په ګډه هڅې پیل کړې، چې د هېواد په خصوصي سکټور کې د افغان کارګرو ونډه زیاته او د کاري ویزو برخه کې ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
ښاغلي مولوي زاده ویلي: «یو پروګرام به د هغو هېوادونو د اړتیاو پر بنسټ جوړ شي چې کارکوونکو ته اړتیا لري، څو د کارګرانو وړتیاوې وارزول شي او هغوی یادو هېوادونو ته واستول شي.»
نوموړی دغه راز وایي؛ قطر، دوبۍ، متحده عربي امارتو او روسیې ته د افغان کارګرو د لیږد په اړه له دغه هېوادونو سره په مذاکراتو بوخت دي، چې تر هوکړې وروسته به له افغانستان دغه هېوادونو ته ګڼ شمیر ماهر کارګر ولیږدول شي.
بلخوا ځينې کارګر له سرپرست حکومت څخه د کاري زمینو برابرېدو غوښتنې لري.
محمدجان، چې په غزني کې کارګر دی، طلوعنیوز ته و ویل: «موږ نږدې دوه میاشتې کېږي چې د سړک غاړې ته د کار په تمه ناست یو. هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ کارګر دلته راځي، خو کار نه شته او هغوی ورځنۍ سل افغانۍ عاید هم نه لري.»
نوروزعلي، یو بل کارګر و ویل: «اوس مهال نه کومه پروژه شته او نه هم کومه موسسه. یوازې یو څه کرنیز کارونه شته چې عاید یې ډېر لږ دی. داسې کار چې د خلکو ژوند ورسره پرمخ لاړ شي، نشته.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي و، چې په هېواد کې د وزګارتیا کچې ټیټولو په موخه یې ځينو بهرنیو هېوادونو په ځانګړې ډول قطر ته له قانوني لارو د افغان کارګرو د لیږد زمینه برابره کړې او د هوکړه لیک د مسودې تر تاییدی وروسته به په دغه هېواد کې ګڼ شمیر افغان کارګرو ته د کار زمینه برابره شي.
دغه وزارت همداراز زیاته کړې، چې په تیر لمریز کال یې له ۱۱۴ زره زیاتو هېوادوالو او بهرنیو کسانو ته د کار جوازونو هم ویشلي دي.
لومړی نظر وکړئ on "هېواد کې د وزګارتیا زیاتوالی؛ بهر ته د کارګرو استول کاري لومړیتوب دی"