د کرېکټ ملي لوبډلې په یوه تاریخي لوبه کې له سویلي افریقا ماتې وخوړه

💬0
منبع

د کرېکټ ملي لوبډلې په یوه تاریخي لوبه کې له سویلي افریقا ماتې وخوړه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د شل‌اووریز نړۍوال جام په دویمه لوبه کې، نن (چهارشنبه) د هند په احمداباد ښار کې د سویلي افریقا پر وړاندې لوبه وکړه او له یوې ساه‌نیونکې سیالۍ وروسته، په دویم سوپر اور کې د څلورو منډو په توپیر ماتې وخوړه.

د ۲۰۲۶ کال د کرېکټ د شل‌اووریزو لوبو نړۍوال جام سیالیو په دوام، افغان لوبډلې نن (چهارشنبه) خپله دویمه لوبه له سویلي افریقا سره وکړه.

دغه لوبه چې د هند په احمداباد کې ترسره شوه، د سویلي افریقا لوبډلې په‌کې په لومړۍ توپ‌وهنه کې افغان لوبډلې ته د ۱۸۸ منډو هدف وټاکه.

په سوپر اور کې، افغانستان د سویلي افریقا لپاره ۱۸ منډې هدف وټاکه، خو دا ځل سیالې لوبډلې یاد هدف مساوي کړ او لوبه د دویم ځل لپاره بل سوپر اوور ته لاړه چې سویلي افریقا په‌کې توپ‌وهنه وکړه او پایله کې یې ۲۴ منډې جوړې کړې.

په توپ‌وهنه کې افغان لوبغاړي ونه‌توانېدل یاد هدف پوره کړي او د لوبې تر وروستي توپ یې یوازې ۲۰ منډې جوړې او لوبه یې د څلورو منډو په توپیر وبایلله.

د افغانستان ملي لوبډله به د ګروپي پړاو په درېیمه لوبه کې، د روانې میاشتې په ۱۶مه د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کرېکټ ملي لوبډلې په یوه تاریخي لوبه کې له سویلي افریقا ماتې وخوړه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*