
د کورونو د لوړو کرایو له امله د کابل د اوسېدونکو اندېښنه
په کابل کې د کورونو د کرایو زیاتوالی او د استوګنې کورونو کمښت؛ د درنو لګښتونو په اړه د خلکو اندېښنه لوړه شوې ده.
د مناسبو کورونو کمښت او د کرایو بې ساری زیاتوالي د کابل د ډېرو اوسېدونکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.
سپین ږیری غلام سنایي د کرایې د لوړېدو له امله اړ شوی چې خپل د اوسېدو ځای له میرویس میدان څخه د قلعه خاطر د نو آباد سیمې ته بدل کړي.
هغه وايي چې مخکې یې هره میاشت شپږ زره افغانۍ کرایه ورکوله، خو اوس د کور خاوند ترې دولس زره افغانۍ غواړي؛ هغه اندازه چې د ده په وینا ورکول یې ورته ډېر سخت دي.
د کابل اوسېدونکی، غلام سنایي وايي: « زه په میرویس میدان کې اوسېدم، خو د کور خاوند راته ځواب راکړ. مخکې مې د میاشتې شپږ زره افغانۍ کرایه ورکوله، خو اوس راڅخه دولس زره افغانۍ غواړي، حال دا چې زه یوازې دوه خونې لرم او بیکاره او کمزوری سړی یم.»
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی، عبدالرازق هم وايي: « زه مزدور یم، په بازار کې د کار فرصتونه ډېر کم دي او د کور کرایه اووه زره افغانۍ ده، پوره کول یې اسان کار نه دی.»
په کابل کې د املاکو د رهنما یا لارښونې دفترونو یو شمېر مسوولین د کورونو د کرایو او بیو زیاتوالی له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو بېرته را ستنېدل او د کورونو کمښت بولي.
په کابل کې دلارښوونې دفتر مسوول، بریالی بیا وايي: « هره ورځ خلک رهنما ته راځي. هغه کور چې مخکې یې د دوه خونې ګروي شاوخوا څلور سوه زره افغانۍ وو، اوس یو میلیون افغانیو ته رسېدلی. په دې سیمه کې د دوه خونې کرایه تر لس زره افغانۍ رسېدلې ده.»
په کابل کې د لارښوونې دفتر یو بل مسوول، نظام الدین و ویل: « د کورونو د کرایو د زیاتېدو یو لامل دا دی چې زموږ ډېر هغه هېوادوال چې په ګاونډیو هېوادونو کې کډوال وو، بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. همدارنګه ځینې د کور خاوندان چې خپل کورونه ثبتوي، له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.»
په ورته مهال، د اسلامي امارت د عدلیې وزارت وايي چې د لارښوونو دفترونو د فعالیتونو د څارنې لپاره هڅې روانې دي.
دغه وزارت زیاتوي چې په تېرو درې میاشتو کې په کابل کې د سرغړونو او ناقانونه فعالیتونو له امله ۵۵ د لارښوونې دفترونه تړل شوي دي.
د عدلیې وزارت ویاند، برکت الله رسولي خپل دریځ داسې څرګند کړ: « د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د ۱۴۰۴ کال د لیندۍ، مرغومې او سلواغې په میاشتو کې په کابل کې سلګونه د لارښوونې دفترونه وڅېړل او د دې څېړنو په پایله کې ۵۵ دفترونه د سرغړونې او ناقانونه فعالیتونو له امله وتړل شول.»
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د استوګنیزو کورونو د کرایو لوړوالی او د مناسبو کورونو کمښت د کابل د یو شمېر اوسېدونکو اندېښنې او شکایتونه زیات کړي دي.
لومړی نظر وکړئ on "د کورونو د لوړو کرایو له امله د کابل د اوسېدونکو اندېښنه"