
د ګلوبساکر له لوري دوبۍ کې د فوټبال د کال د غوره کسانو مراسم ترسره شول
د فوټبال د ۲۰۲۵ زېږیز کال د غوره کسانو مراسم تېره شپه د «ګلوبساکر» بنسټ له لوري د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ترسره شول.
په دغو مراسمو کې د فوټبال او نړۍوال ورزش یو شمېر نامتو ستورو خپلې انفرادي جایزې ترلاسه کړې.
په دغه پروګرام کې د سعودي عربستان د النصر کلب پرتګالي ستوري، کریستیانو رونالدو، د منځني ختیځ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.
رونالدو د جایزې تر ترلاسه کولو وروسته و ویل، موخه یې د لا زیاتو جامونو ګټل او نويو ریکارډونو ته رسېدل دي او هیله یې وښوده چې که له ټپي کېدو خوندي پاتې شي، دغو موخو ته به ورسېږي.
بل لور ته، د پاریسن ژرمن فرانسوي بریدګر عثمان ډمبلي د ګلوبساکر د کال د غوره سړي جایزه ترلاسه کړه.
هغه د جایزې تر ترلاسه کولو وروسته و ویل چې د ټیم بریا ورته تل لومړیتوب لري او له خپلې کورنۍ او نږدې ملګرو یې مننه وکړه.
همدارنګه د نړۍ د ټینس نوموتي ستوري، نواک جوکوویچ، د ګلوبساکر د مراسمو د پرانیستې جایزه ترلاسه کړه.
هغه په دې مراسمو کې ګډون او د جایزې ترلاسه کول لوی ویاړ وباله او د خپل ورزشي کارنامو د ستاینې له امله یې له کریستیانو رونالدو مننه وکړه.
رونالدو هم په خپلو خبرو کې جوکوویچ د بېلابېلو نسلونو د ورزشکارانو لپاره یو روښانه الګو وباله.
د دې مراسمو په نورو برخو کې د بارسلونا لوبغاړي لامین یامال د کال د غوره بریدګر لقب خپل کړ.
د پاریسن ژرمن روزونکی لوئیس انریکه د ۲۰۲۵ کال د غوره روزونکي په توګه وټاکل شو.
د کال د غوره ځوان لوبغاړي جایزه د پاریسن ژرمن ډیزیره ته ورسېده او ویتینیا د نړۍ د غوره منځني لوبغاړي لقب ترلاسه کړ.
په پای کې د پاریسن ژرمن کلب د کال د غوره کلب په توګه وپېژندل شو.
لومړی نظر وکړئ on "د ګلوبساکر له لوري دوبۍ کې د فوټبال د کال د غوره کسانو مراسم ترسره شول"