تېر کال د سپین بولدک له لارې څه باندې ۴۹۲ زره افغانان راستانه شوي

Photo: Ramneek Singh

تېر کال د سپین بولدک له لارې څه باندې ۴۹۲ زره افغانان راستانه شوي

د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست مسوولين وایي، تېر ۲۰۲۵ کال کې د سپين بولدک له لارې د ۳۲زره او ۸۲۹ بندیانو په ګډون، ۴۹۲ زره او ۲۸ تنه راستانه کړای شوي دي. 

د دوی په خبره، له دغو کډوالو سره لومړنۍ مرستې شوي او مستحقو هغو ته د سرپناه لپاره ځمکې هم ورکړل شوې دي. 

د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو کډوالو رياست مرستيال، نعمت الله الفت و ویل: «د ۲۰۲۵ کال له پیل تر پایه له پاکستانه د سپین بولدک له لارې ۷۷ زره او ۳۹۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۹۲ زره او ۲۸ تنه کیږي، خپل ګران هېواد افغانستان ته راستانه شوي چې په دې سره ۳۲ زره او ۸۲۹ د پاکستانه له بندخونو راخوشې شوي هم راستانه شوي دي.»

له پاکستانه اوس ډېری راستانه شوي دغه هېواد د افغانانو د اوسېدو لپاره مناسب نه بولي. 

۳۰ کلن جاوید احمد چې د پاکستان د اوږدې او ځوروونکې کډوالۍ وروسته هېواد ته راستون شوی، پاکستاني پولیس د افغانانو د ځورولو او ایستلو لپاره بېلابېلې پلمې لټوي. 

هغه طلوع نیوز ته و ویل: «ستونزې ډېرې دي، مزدوري مې کوله او موټرسایکل مې واخیست خو غلو په پښه و ویشتلم او موټرسایکل یې راڅخه واخیست. په کور کې مې دومره پیسې لرلې چې ډاکټرانو ته مې د درملنې لپاره ورکړې او اوس مې پښه عملیات ته اړتیا لري خو پیسې نشته.»

له پاکستان تازه راستون شوي، علي محمد و ویل: «موږ سره باید مرستې وشي، ځمکه نه لرو او د کور نور وسایل هم نه لرو.»

د مالوماتو پر بنسټ، پاکستان په بلوچستان کې د کډوالو لپاره له لسيزو راهیسې جوړ شوي پنډغالي له منځه وړي او هلته مېشت ټول کډوال یې په جبري ډول را ایستلي، چې په دې سره پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر په بې ساري ډول کم شوی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "تېر کال د سپین بولدک له لارې څه باندې ۴۹۲ زره افغانان راستانه شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*