
سره میاشت: د سوري زړه د ناروغانو درملنې لپاره بهرنی تړون نشته
افغاني سرې میاشتې ټولنې د زړه پر سوري اخته ۴۰۰ ماشومان د درملنې لپاره کرونیو روغتونونو ته معرفي کړي دي.
دا ګراف په سوري زړه د هغې ۱۱ کلنې نجلۍ کیسه کوي، چې له ظاهري حالت یې هم وضعیت معلومېدی شي.
د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ماشومه، زهرا په دې اړه داسې وايي: « «زما خور او ورور چې ساعت تېرۍ کوي، زه خپه کېږم ځکه ورسره لوبې نه شم کولای. زه غواړم درملنه مې وشي، ښوونځي ته ولاړه شم او له خپلې خور او ورور سره ساعت تېری وکړم.»
یو کال مخکې هغې له سرې میاشتې سره نوم لیکنه وکړه او اوس دلته د خپل هغه پلار ترڅنګ ناسته ده، چې د دې درملنې لپاره یې د ګڼو مرکزونو دروازې ټکولي.
د ناروغ ماشوم پلار، داوود: « د شپې لخوا ډېر د زړه درد لري. دوه ورځې وړاندې، د ماښام له اته بجو تر دولسو پورې د پوزې نه وینه راتله. د ده ناروغي داسې ده چې ورته دوا نه شي ورکول کېدای.»
دا بیا امیر حمزه نومیږي، چې څلور کاله عمر لري او پر همدغې ناروغۍ اخته دی؛ خو یو کال وړاندې یې د زړه وال د پرانېستو لپاره جراحي ترسره کړه.
د هغه کورنۍ له دوه کالونو راهیسې په تمه ده، چې د زوی د درملنې لپاره به ورسره افغاني سره میاشت اړیکه ټینګه کړي.
د ناروغ ماشوم پلار، محمد جاوید هم وايي: « زما غوښتنه د افغانستان له سرې میاشتې ټولنې څخه دا ده چې د سوري زړه لرونکو ماشومانو ته ژر تر ژره پاملرنه وشي. دوی روغ شي څو ماشومان له رنځ او تکلیف خلاص شي او ورسره د هغوی مور او پلار هم له کړاو وژغورل شي.»
پوښتنه دا ده پر سوري زړه د اخته ماشومانو لپاره په ځڼد درملنه پر دوی کومې ناوړه اغېزې کوي؟
ډاکټر، نجیب الله قاسمي و ویل: « د وخت په تېرېدو سره وینه ټوټه کېدای شي او د وینې په جریان کې د زړه رګونه بندولای شي یا د کوم بل غړي پر لور ولاړه شي. که د دماغ پر لور ولاړه شي، د مغزي سکتې سبب ګرځي چې وژونکې پایلې لرلای شي.»
په ورته مهال بیا افغاني سره میاشت وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۳۸۸ ماشومان د درملنې لپاره اړوندو روغتونونو ته معرفي کړي دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند، عبدالقدیم ابرار هم داسې نظر وړاندې کوي: « د افغاني سرې میاشتې ټولنه د سوري زړه ناروغانو د درملنې لپاره د هېواد دننه روغتونونو ته ور پېژني او د دغو ناروغانو د تداوۍ لپاره له بهرنيو هېوادونو سره هڅ تړون نه لري.»
د یادې ټولنې د معلوماتو له مخې، شاوخوا پنځلس زره نور ماشومان هم د درملنې لپاره په دې موسسه کې ثبت دي، او د هر ماشوم د درملنې لګښت له ۷۵۰ څخه تر ۲۳۵۰ ډالرو پورې رسېږي.
لومړی نظر وکړئ on "سره میاشت: د سوري زړه د ناروغانو درملنې لپاره بهرنی تړون نشته"