وروستیو ورښتونو او سېلابونو کې ۲۰ ولایتونو کې زیانونه اړولي

💬0

وروستیو ورښتونو او سېلابونو کې ۲۰ ولایتونو کې زیانونه اړولي

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي اداره وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په نږدې شل ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو له امله ۳ تنه مړه شوي او ۱۶ تنه ټپیان دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کابل په ګډون د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله درې تنه مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې نږدې زر استوګنیز کورونه هم په بشپړ او یا قسمي ډول ویجاړ شوي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي ادارې ویاند، یوسف حماد وايي: « په کابل، پنجشیر، پکتیکا، خوست، میدان وردګ، غزني، کندهار، زابل، ارزګان، هرات، فراه، بادغیس، بغلان، بدخشان، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله درې تنه شهیدان شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.»

جلال‌الدین چې د هرات د زاول ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وایي: «سېلابونو د خلکو ځمکې وړې دي او شاوخوا پنځوس هکټاره ځمکه د خلکو له منځه تللې ده.»
قدوس، د هرات یوه بل اوسېدونکي و ویل: «له سېلابونو مخکې باید مسوولان ودرېږي او لویې لارې په بشپړه توګه وتړي، څو تګ راتګ بند شي او داسې پېښې رامنځته نه شي.»

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د راتلونکو درېیو ورځو لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو بارانونو اټکل کړی دی.
د دې ریاست په وینا، په ځینو ولایتونو کې به دا بارانونه له تندر، سختو بادونو او ناڅاپي سېلابونو سره مل وي.
یاد ریاست خبرداری ورکړی چې د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې بېړنیو اقداماتو ته اړتیا ده.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې رییس، محمد نسیم مرادي بیا وايي: «موږ به په هېواد کې د سختو ورښتونو شاهدان یوو او د دغو ورښتونو شدت به سبا او بل سبا لا زیات وي.»

خو د سېلابونو د زیانونو د مخنیوي لپاره څه باید وشي؟

د چاپېریال ساتنې کارپوه، نجیب‌ الله سدید بیا وايي: «خلک د سېلابونو د خبرتیاوو او د بارانونو د وړاندوینو ته هیڅ پام نه کوي او باور پرې نه لري؛ تاسو وګورئ، خلک سېلاب ویني خو بیا هم په خپلو موټرو ورننوزي او د خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي.»

په همدې حال کې، د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر له والیانو او امنیتي مسوولینو غوښتي چې د خلکو وضعیت په دوامداره توګه وڅاري.
نوموړي ټینګار کړی چې د زیانونو د مخنیوي لپاره باید له ټولو شته امکاناتو څخه کار واخیستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د شمېرو له مخې، د وري یا حمل میاشتې له شپږمې نېټې راهیسې تر اوسه پورې د بارانونو او سیلابونو له امله ۵۵ تنه مړه شوي او له ۷۰ څخه زیات نور ټپیان شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "وروستیو ورښتونو او سېلابونو کې ۲۰ ولایتونو کې زیانونه اړولي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*