غزني کې د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ د اوبو رسولو درې شبکې جوړیږي

💬0
منبع

غزني کې د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ د اوبو رسولو درې شبکې جوړیږي

غزني کې د نړۍوال پراختیایي بانک په مالي ملاتړ د څښاک پاکو اوبو رسولو درېیو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې.

دغه شبکې د غزني په اب بند، خوګیاڼیو او زنخان ولسوالیو کې د ٢٠ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي، چې د چارو بشپړیدو سره به د سیمې شاوخوا ١٠٠٠ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمن شي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د پروژو د تطبیق امر، سعیدالرحمن سعید و ویل: «د غزني په خوګیاڼو، اب بند او زنخان ولسوالیو کې د اوبو رسولو درې شبکو د جوړولو چارې پرانیستل شوې. د دغو پروژو لګښت ٢٠ میلیونه افغانۍ دی او ١٠٠٠ کورنۍ به ورڅخه برخمنې شي.»

ځایي اوسېدونکي وایي، د وروستیو وچکالیو له امله یې د څښاک اوبو ته لاسرسی خورا ستونزمن او په سیمه کې یې ډیری څاګانې وچې شوې دي. دوی دغو پروژو ته خوښ دي او د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کوي.

د غزني د اب بند ولسوالۍ اوسېدونکي، عزت الله و ویل: «زموږ د کلي له ٣٠٠ کورونو ٩٠ سلنې یې اوبه نه لري او پاتې لس سلنې هم اوبه په موټر او موټر سایکل له لرې سیمو راوړي.»

د غزني د اب بند ولسوالۍ بل اوسېدونکي، محمد داوود و ویل: «موږ د اوبو د شدید کمښت له ستونزو سره مخ یو، دلته چې یو څوک ماشین چالان کړي چې له برمې اوبه را وباسي ټول خلک همدغې یوې څاه ته راغونډ شي. موږ ډېر منندوی یو چې د اوبو ستونزه مو حل کیږي.»

د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د مالوماتو پر بنسټ، روان کال د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ د څه باندې ۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو ١٠ شبکې جوړې شوي، چې په مرسته یې نږدې څلور زره کورنیو ته پاکې اوبه رسول شوې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "غزني کې د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ د اوبو رسولو درې شبکې جوړیږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*