فاریاب کې د اندخوی د مالګې کان د سړک جوړولو چارې پیل شوې

منبع

فاریاب کې د اندخوی د مالګې کان د سړک جوړولو چارې پیل شوې

د فاریاب له دولت‌اباد ولسوالۍ د اندخوی د مالګې تر کان پورې د سړک جوړولو چارې د پنځو میلیونه ډالرو په لګښت پیل شوې.

مسوولین وایي، د څه باندې ۱۴ کیلومترو په اوږدوالي دا سړک به د یو نیم کال په موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان و ویل: «دا سړک ۱۴.۲ کیلومتره اوږدوالی لري او د یو نیم کال په موده کې به یې په معیاري ډول کریړ اچولو چارې بشپړې شي.

د قراردادي شرکت استازي، سهراب عثماني و ویل: «په دې سره به د نورو اقتصادي او پراختیایي اسانتیاو سربېره، د اندخوی د مالګې کان د کیندنې چارې چټکې شي.»

په ورته مهال، د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین ټینګار کوي چې افغانستان کې باید د مالګې د کانونو را ایستل زیات شي او د دغو کانونو ظرفیتونه پراخ شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سلاکار، مطیع‌الله حقاني و ویل: «د کانونو وزارت د رسوبي مالګې دغه یو کان په قرارداد ورکړی او ټاکل شوې چې هرات او نیمروز کې هم د رسوبي مالګې کانونه په قرارداد ورکړل شي.» 

بل لور ته، د فاریاب سیمه ییز مسوولین ډاډ ورکوي چې حکومت د هېواد د سوداګرو او پانګه‌والو د ملاتړ لپاره جدي هڅې کوي.

د فاریاب والي، عبدالاحد فضلي وایي: «هر څوک چې فاریاب کې پانګونه کوي، موږ ورسره همکاري کوو او زموږ دروازې مو همیشه پرمخ خلاصې دي. دا موږ ته هم خدمت دی.» 

د اندخوی د مالګې کان د هېواد له سترو کانونو شمېرل کیږي، چې هر کال ترې نږدې ۲۰۰ زره ټنه مالګه را ایستل کيږي.
 
دا کان دوه کاله وړاندې د ۲۴ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د ۱۵ کلونو لپاره یوې خصوصي کمپنۍ ته وسپارل شو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "فاریاب کې د اندخوی د مالګې کان د سړک جوړولو چارې پیل شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*