فعالان: د اسیا څلورم ډبرین کلي، شهر زایده په اړه دې کره څېړني وشي

فعالان: د اسیا څلورم ډبرین کلي، شهر زایده په اړه دې کره څېړني وشي

د غزني په چاغوري ولسوالۍ کې د “شهر زایده” لرغونې سیمه چې زرګونه کلونه تاریخي مخینه لري، په اسیا کې د څلورم ډبرین کلي په نوم پېژندل کیږي. 

د سیمه‌ییزو مسوولینو د مالوماتو له مخې، د دې سیمې ډبرينې ودانۍ او سمڅې د اسلام له راتګ وړاندې د بودايي دورې پاتې شوني دي. دا ودانۍ د پټنځایونو، استوګنځایونو او د غزنويانو او غوريانو د واکمنیو پر مهال د پوځي موخو لپاره هم کارول کېدې. 

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حمیدالله نثار و ویل: «شهر زایده مهم او تاریخي ځای دی، چې د تاریخونو په سلسله کې په مختلفو دورو کې استفاده ترې شوې ده. هلته کومې خونې، سمڅې او نښې چې موږ لیدلې، جوتیږي چې د اسلام تر مخه هم هلته خلکو له دې ځایه ګټه اخیسته.»

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګي میراثونو د ساتنې مدیر، امین الله غفراني و ویل: «دغه سیمه د شهر زایده په نوم یادیږي چې د وخت په تېریدو سره یې نوم شار زیاده ته اوښتی دی. دلته د غره منځ کې ښار و، چې اوس یې هم نښې لیدل کیږي، د سل متره په اوږدوالي غر حکاکي شوی او هلته د حیواناتو لپاره ځای، د انسانانو لپاره سرپناه، زندان او د بودایانو عبادت ځایونه هم جوړ شوي دي.»

د «شهر زایده» اصلي اوسېدونکو په ځانګړي هنر سره د ژوند اړتیاوې د ډبرو په زړه کې پوره کړې وې. دا کلی اوس هم د زرګونو کلونو د تمدن ژوندۍ نښې لري.

یوشمېر کلتوري فعالان ټینګار کوي چې په دې سیمه کې دې ژورې او علمي څېړنې ترسره شي او کره او رسمي مالومات یې د تاریخ په پاڼو کې ثبت شي.

غزني کې فرهنګي فعال، اغا محمد خوشه زاده و ویل: «له قلموالو، لرغونپوهانو او تاریخ پوهانو مو غوښتنه دا ده چې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او علومو اکاډمۍ سره په همکارۍ د شهر زایده په اړه څېړنې وکړي. دا سیمه د اسیا په کچه څلورم ډبرین کلی دی، چې دا ډېره لویه خبره ده خو له بده مرغه دا سیمه هېره شوې ده.»

بل فرهنګي فعال، رحمت الله امین و ویل: «تاریخي اثار په یوه هېواد کې ځانګړی ارزښت لري، ځکه هغه موږ ته د تېرو حکومتونو او سلفاو رسالت ښیي چې دوی څه کړي دي. دغه راز د شته خلکو دا مسوولیت دی چې تاریخي ابدې او سیمې وساتي.»

اوس مهال په دې ډبرین کلي کې یوازې شپږ کورنۍ ژوند کوي. د دوی په خبره، د لارې خرابوالی او لیری واټن لومړنیو اړتیاو ته د دوی لاسرسی ستونزمن کړی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "فعالان: د اسیا څلورم ډبرین کلي، شهر زایده په اړه دې کره څېړني وشي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*