
لمریزې انرژي؛ پر وارداتي برېښنا د افغانستان د تکيې کمولو لار
افغانستان د سیمې له هغو هېوادونو څخه دی چې د لمر پیاوړې وړانګې لري او د لمریزې برېښنا د تولید لپاره پراخ ظرفیت لري؛ داسې ظرفیت چې اوس يې د کارولو لپاره هڅې زیاتې شوې دي.
د برېښنا شرکت اعلان کړی چې د لمریزې برېښنا د تولید ۱۵ پروژو قراردادونه یې چې ټولیز ظرفیت یې له ۷۰۰ میګاواټه څخه زیات دی لاسلیک کړي دي.
د دغه شرکت د مسوولانو په خبره، دا مهال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې نږدې ۷۰ میګاواټه لمریزه برېښنا فعاله ده.
د برېښنا شرکت ویاند، محمد صادق حقپرست طلوعنیوز ته ویلي: «اوس مهال په هېواد کې نږدې ۷۰ مېګاواټه برېښنا د لمر له سرچینې څخه تولیدېږي، او د لاسلیک شویو قراردادونو له مخې تمه کېږي چې دا ظرفیت به په راتلونکو دوو کلونو کې ۷۰۰ مېګاواټو ته ورسېږي.»
په همدې حال کې، د اقتصادی چارو ځینې شنونکي د لمریزې برېښنا پراختیا د هېواد د راتلونکې لپاره حیاتي بولي.
د دوی په وینا، په دې برخه کې پانګونه کولای شي د وارداتي برېښنا پر وړاندې د افغانستان اتکا کمه کړي او همدارنګه لرې پرتو سیمو ته د دوامداره برېښنا د رسېدو زمینه برابره کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رشتیا وايي: «له بده مرغه تر اوسه پورې په دې برخه کې ډېره پانګونه نه ده شوې. که د لمریزې برېښنا په برخه کې زیاته پانګونه وشي، نه یوازې سوداګر به ترې ګټه واخلي، بلکې عام خلک به هم له برېښنا څخه برخمن شي او د اوبو د ایستلو لپاره به هم ترې استفاده وشي.»
دغه راز، بل اقتصادي شنونکی، عبدالشکور هډهوال وايي: «افغانستان ۳۰۰ د لمرینې ورځې لري او د انرژۍ د تولید لپاره ښه ظرفیت لري. اوس مهال له بده مرغه زموږ هېواد د میلیونونو ډالرو په ارزښت انرژي له بهر څخه واردوي. که په دې برخه کې زیاته پانګونه وشي او موږ وکولای شو له لمریزې انرژۍ څخه استفاده وکړو، دا به خلکو ته باثباته برېښنا تولید کړي.»
افغانستان له دې امله چې په کال کې له ۳۰۰ ډېرې لمرینې ورځې لري او د لمر د وړانګو کچه پکې لوړه ده، د لمریزې برېښنا له پلوه د سیمې له بډایه هېوادونو څخه ګڼل کېږي.
د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د لمر له سرچینې څخه د برېښنا د تولید احتمالي ظرفیت شاوخوا ۲۲۰ زره میګاواټه ته رسېږي.
لومړی نظر وکړئ on "لمریزې انرژي؛ پر وارداتي برېښنا د افغانستان د تکيې کمولو لار"