
له پاکستان سره تړلې سوداګریزې لارې او د اسلامي امارت دریځ
له درېیو میاشتو ډېره موده کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې تړلې او تر اوسه د دواړو لوریو له خوا د دغو لارو د بیا پرانیستل کېدو هېڅ نښه نه تر سترګو کېږي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال، صدراعظم عثماني طلوعنیوز ته ویلي، دا ستونزه لا هم پر خپل ځای پاتې ده او تر هغو چې په بنسټیز ډول حل نه شي؛ نو پاکستان به د افغانستان صادرات بیا پیل نه شي.
هغه زیاته کړې چې په دې موده کې حکومت پر بدیلو لارو کار کړی او دا مهال د افغانستان کرنیز محصولات هند، متحده عربي اماراتو، اروپایي هېوادونو، چین، روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادریږي.
صدراعظم عثماني ویلي: «اوس مهال زموږ محصولات پاکستان ته نه ځي او موږ هڅه کوو دا ستونزه حل کړو، ځکه پاکستان زموږ لپاره یو ښه بازار دی. تر هغې چې ستونزه په بنسټیز ډول حل نه شي، پاکستان ته صادرات نه کېږي، او موږ په بېلابېلو لارو کار کړی دی.»
ښاغلي عثماني پاکستان څخه د قاچاقي توکو د وارداتو په اړه ویلي چې د اسلامي امارت د پالیسۍ له مخې، دا مهال له پاکستان څخه د هېڅ ډول وارداتي توکو د داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي او که یاد توکي د ایران په څېر د نورو هېوادونو له لارې هم راوړل شي، بېرته به مسترد شي.
هغه ټینګار کړی چې اسلامي امارت دې پرېکړې ته ژمن دی او غواړي له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې داسې تنظیم شي چې شته ستونزې حل او افغان کروندګر نور زیانمن نه شي.
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال ویلي: «که وریژې د ایران له لارې راغلې وي خو له پاکستانه وي، بېرته مسترد شوې دي، همدارنګه د چرګو چوچې او ماهي چې له دغه هېواده راغلي هم مسترد شوي دي. له همدې امله اسلامي امارت پر خپلو خبرو ولاړ دی او موږ غواړو له پاکستان سره داسې سوداګري ولرو چې زموږ بزګر ته زیان و نه رسېږي.»
په همدې حال کې، یو شمېر اقتصادي شنونکي د افغانستان او پاکستان د بازارونو ترمنځ د متقابلې اړتیا او نږدېوالي له امله دغې ستونزې ته د یو تلپاتې حل پر موندلو ټینګار کوي او له حکومت غواړي چې د بدیلو بازارونو د رامنځته کولو او پراخولو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.
ورته مهال، د اقتصادي چارو شنونکی، میرشاکر یعقوبي وايي: «هند او بنګلهدېش د افغانستان د محصولاتو د جذب ښه ظرفیتونه لري. تر څنګ یې د منځنۍ اسیا هېوادونه لکه اوزبېکستان، ترکمنستان، تاجیکستان او قرغیزستان هم شته. که د صادراتو لپاره له دغو هېوادونو سره مناسبه تګلاره جوړه شي، موږ کولای شو په اوږدمهال کې د پاکستان تشه ډکه کړو.»
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دغه راز ویلي د روسیې، چین، ایران او منځنۍ اسیا ځینې هېوادونه افغانستان سره د کرنې په برخه کې لېوالتیا لري او په دې تړاو یې د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې کړې دي.
لومړی نظر وکړئ on "له پاکستان سره تړلې سوداګریزې لارې او د اسلامي امارت دریځ"