له پاکستان سره تړلې لارې او د موټر چلوونکو د غوښتنو دوام

💬0

له پاکستان سره تړلې لارې او د موټر چلوونکو د غوښتنو دوام

نږدې شپږ میاشتې کېږي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې تړلې دي.

دغه وضعیت بیا موټر چلوونکي او سوداګر تنګ کړي او له دواړو لوریو غواړي چې لارې یې پرمخ پرانیزي.

له فرضي کرښې هغې غاړې ته، لنډي کوتل کې پاکستاني لارۍ چلوونکي د یوه لاریون پرمهال، د لارو د پرانیستو غوښتنه کړې.

دوی زیاتوي، بار وړونکي موټر یې زیانمن شوي او ان ځینې برخې یې له کاره لوېدلې دي.

یوه لارۍ چلوونکي ویلي: «لارې تړلې دي او دا موټرچلوونکي له جدي ستونزو سره مخ دي، همدا زموږ د عاید لاره ده او نور کوم کار نه لرو.»

یوه بل ویلي: «موږ له دواړو خواوو غواړو چې دا سیاسي او نظامي موضوعات د خبرو له لارې حل کړي، موږ نور توان نه لرو، زموږ د عاید همدا لږه اندازه ده او شپږ میاشتې کېږي چې له دې هم محروم یو.»

ورته مهال، یو شمېر افغان موټر چلوونکي هم وايي، د لارو تړل‌کېدو له امله په سختو اقتصادي ستونزو سره مخ او موټر یې ولاړ دي.

د دوی له له ډلې یو هم سیف‌الرحمن دی: «د لارو تړل کېدو موږ له زیانونو او ستونزو سره مخ کړي یو.»

بل خوا، د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه هم وايي، روان وضعیت دواړو لوریو ته زیان رسولی دی.

د یادې خونې مشر، خان‌جان الکوزی د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ روانو مذاکراتو کې دا موضوع هم بحث او دغه تړلې لاره پرانېستل شي.

هغه وویل: «د لارو پرانیستل هم د افغانستان او هم د پاکستان په ګټه دي، ځکه د دواړو هېوادونو خصوصي سکتور ته میلیونونه ډالره زیان رسېږي. هغه بدیلې لارې چې موږ لټولي، ډېر لګښت لري، په داسې حال کې چې په خلیج کې هم ستونزې رامنځته شوې دي، اړتیا ده چې زموږ ترانزیت د کراچۍ له لارې او د پاکستان له لارې د افغانستان په مسیر ترسره شي.»

که څه هم تېره ورځ تورخم لار د کډوالو پر مخ پرانیستل شوه؛ خو لاهم معلومه نه ده، چې دغه لاره به کله د سوداګریزو توکو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "له پاکستان سره تړلې لارې او د موټر چلوونکو د غوښتنو دوام"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*