لیګونو کې پر لوبغاړو بندیز او کابل ته د روزونکو پر سفر د کرېکټ بورډ ټینګار

Photo; Zoshua Colah

لیګونو کې پر لوبغاړو بندیز او کابل ته د روزونکو پر سفر د کرېکټ بورډ ټینګار

د افغانستان کرېکټ بورډ په کلنۍ غونډه کې پرېکړه کړې چې افغان لوبغاړي تر دې وروسته یوازې د افغانستان غوره لیګ (ای پي ال) او درېیو نورو نړۍوالو لیګونو کې د لوبېدو اجازه لري.

کرېکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پرېکړه یې د لوبغاړو فزیکي او ذهني تکړښت، فټنس او وړتیا ته د زیانونو اوښتو د مخنیوي په موخه کړې ده.

د کرېکټ بورډ د عمومي مشر میرویس اشرف په مشرۍ دغه غونډه کې د تېر کال پر فعالیتونو او لاسته راوړنو او د راتلونکي کال لپاره پر پلاونونو خبرې شوي او په تېرو ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې د افغان لوبډلې په نړۍوالو سیالیو کې لاسته راوړنې پرتله شوې چې له مخې یې، د ۲۰۲۴ پرتله ۲۰۲۵ کې د لاسته راوړنو کچه ۵ سلنې لوړه وه.

کرېکټ بورډ دغه راز پرېکړه کړې چې تر دې وروسته به ټول نړۍوال روزونکي د اړتیا پر مهال هېواد ته راځي څو د کورني کرېکټ لوبغاړي یې هم تجربو برخمن شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۶ کال د رغنیز ډګر لپاره ۸ میلیونه ډالره بودیجه ځانګړې کړه چې ډېره برخه به یې د الوخېلو پر کرېکټ لوبغالي او ننګرهار کې د نجیب الله ترکي پر لوبغالي ولګول شي.

یاد بورډ په دې کلنۍ غونډه کې ویلي چې تېر کال کې یې د هېواد په کچه ۹ اکاډمۍ او لوګر او لغمان کې دوه لوبغالي جوړ کړي دي.

دغه غونډه کې د میرویس اشرف سربېره، د کرېکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان او د بورډ غړو هر یوه احمد خالد حاتم، خان جان الکوزي، الله داد نوري، اتیلا کامګار، حاجي عبیدالله صدرخیل او رییس احمدزي ګډون کړی و.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "لیګونو کې پر لوبغاړو بندیز او کابل ته د روزونکو پر سفر د کرېکټ بورډ ټینګار"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*