
مالیې وزارت د ۹ ادارو د متقاعدینو د پېسو د ورکړې بهیر پیل کړ
د متقاعدینو د پېسو د ورکړې لپاره د ځانګړې محکمې د جوړولو په تړاو د اسلامي امارت د رهبر د فرمان تر صادرېدو ۹ میاشتې وروسته، مالیې وزارت اعلان وکړ چې د بېلابېلو ادارو د متقاعدینو د پیسو د ورکړې بهیر یې له نن (یکشنبې، د وږي ۲مې) پیل کړ.
دغه وزارت ویلي، متقاعدینو ته د اسانتیا لپاره به دغه لړۍ د یوه منظم مهالوېش لمخې، د ځانګړې محکمې او نورو اړونده ادارو په همغږۍ د تقاعد د حقونو په عمومي ریاست کې د ګډ کاري مرکز له لوري مخته ولاړه شي.
د مالیې وزارت په اعلامیه کې راغلي: «لومړي پړاو کې به له نن (یکشنبې، د زمري ۲مې) د یوې میاشتې په موده کې د سټنډرډ ملي ادارې، پېښو ته د رسېدنې او چمتووالي ملي ادارې، د بدني روزنې او ورزش ادارې، پاسپورټ عمومي ریاست، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت، د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، د ارګ د ساتنې عمومي ریاست، د ملي امنیت شورا دفتر او اقتصاد وزارت د متقاعدینو حقوق پرې کړای شي.»
له بلې خوا د مالیې وزارت د تقاعد د خزینې رییس ملي ټلویزیون ته په یوه غږیز پېغام کې ویلي، دا مهال ۱۵۰ زره متقاعدین د اسلامي امارت له لوري تثبیت شوي دي.
محمد رحماني په دې اړه چې دغو متقاعدینو کې د جمهوریت د دورې هغه هم شامل دي که نه، څه نه دي ویلي.
محمد رحماني و ویل: «متقاعدین شاوخوا پر پنځو برخو وېشل شوي، په لومړي پړاو کې د هغو متقاعدینو پیسې ورکول کیږي چې اسناد یې بشپړ شوي او زموږ د تقاعد خزینې ریاست ته راغلي دي. او دغه کسان شاوخوا ۱۵۰ زره تنه دي.»
د چارو ځینې شنونکي د هېواد روان وضعیت ته په کتو د اسلامي امارت دغه پرېکړه ستایي او ټینګار کوي چې دغه لړۍ دې چټکه شي.
د اقتصادي چارو شنونکي عبدالنصیر رښتیا و ویل: «د متقاعدینو د حقونو ورکړه له اقتصادي، سیاسي او ټولنیز اړخه اهمیت لري خو که دغه حقوق ور نه کړل شي نو له اقتصادي اړخه هم له ستونزو سره مخ کیږي، ځکه یوازینی عاید یې تقاعد دي او له ټولنیز اړخه هم د خلکو او حکومت ترمنځ بې باوري رامنځته کولی شي.»
مالیې وزارت ویلي، د پاتې ادارو د متقاعدینو د حقونو د ورکړې مهالوېش به د روانې وږي میاشتې په ۲۵مه اعلان شي.
لومړی نظر وکړئ on "مالیې وزارت د ۹ ادارو د متقاعدینو د پېسو د ورکړې بهیر پیل کړ"