
مرکزي اسیا هېوادونه افغانستان لپاره ګډه سټراټيژي جوړوي
د مرکزي اسیا هېوادونو استازو په استانه ښار کې د سیمهییز تماس ډلې د فوقالعاده غونډې په څنډه کې اعلان وکړ چې دوی د افغانستان په اړه د یوې ګډې ستراتیژۍ د جوړولو په لټه کې دي او نور دا هېواد ګواښ نه بولي، بلکې د جنوبي اسیا بازارونو ته د لاسرسي یو فرصت یې ګڼي.
د افغانستان په چارو کې د قزاقستان ځانګړي استازي یرکین توکوموف ویلي، د هېواد لیدلوری یې د افغانستان په اړه بدل شوی، که څه هم اسلامي امارت یې په رسمیت نه دی پېژندلی، خو استانې له افغانستان سره خپلې سوداګریزې، اقتصادي او بشري همکارۍ روانې ساتلې دي.
د اقتصادي چارو شنونکی، محمد نبي افغان وايي: «د مرکزي اسیا هېوادونه د افغانستان جغرافیایي موقعیت ته اړتیا لري او اوس په ګڼو برخو کې په عملي ډول کار کول غواړي، له دې ډلې د زیربناوو په برخه کې له جنوبي اسیا سره نښلېدل، یا د افغانستان له لارې منځني ختیځ ته رسېدل، ځکه هغوی اړتیا لري چې له دې سیمې سره ونښلول شي.»
همداراز، د افغانستان په چارو کې، د اوزبېکستان استازي عصمتالله ارگاشیف ویلي، د مرکزي اسیا هېوادونه به ډېر ژر په افغانستان کې د ګډو پروژو پلي کول پیل کړي او افغانستان یې د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ ځمکنی پُل وباله.
نوموړي د اقتصادي تعاملاتو د ودې یادونه وکړه او ویې ویل چې تېر کال د اوزبیکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه نږدې ۱.۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلې وه. هغه ټینګار وکړ چې قزاقستان او اوزبیکستان د دغو پروژو له لارې افغانستان له خپلو مهمو سوداګریزو شریکانو څخه ګرځولی دی.
افغان سوداګر، امید حیدري وايي: «د مرکزي اسیا هېوادونه، په ځانګړي ډول اوزبېکستان، زموږ د صادراتو او وارداتو لپاره له ښه بدیلو هېوادونو څخه دي او موږ ډاډه یو چې اسلامي امارت هم په دې برخه کې ډېرې هڅې کړې دي.»
په همدې حال کې، د اقتصاد وزارت اعلان کړی چې د افغانستان او مرکزي اسیا د هېوادونو ترمنځ اړیکې د پراختیا په حال کې دي.
دغه وزارت ټینګار کوي چې د دې سیمې له هېوادونو سره د همکاریو پیاوړتیا کولای شي د افغانستان او مرکزي اسیا لپاره ګډې ګټې رامنځته کړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري وايي: «د افغانستان اړیکې له مرکزي اسیا هېوادونو سره د پراختیا په حال کې دي او دا هېوادونه کولی شي د ترانسپورټ، سوداګرۍ، صنعت او کرنې په برخو کې له افغانستان سره هر اړخیزه همکاري وکړي، او دا همکاري کولی شي د افغانستان او د مرکزي اسیا هېوادونو ګټې خوندي کړي.»
دا غونډه چې د قرغیزستان، تاجیکستان او اوزبېکستان د استازو په ګډون ترسره شوه، سوداګري، اقتصادي اړیکې، ترانزیټي موضوعات او د افغانستان په اړه د سیمهییزو تګلارو همغږي د بحث دسر موضوعات وو.
لومړی نظر وکړئ on "مرکزي اسیا هېوادونه افغانستان لپاره ګډه سټراټيژي جوړوي"