
ملګرو ملتونو غزې ته ۱۱ ميليونه ډالره بیړنۍ مرسته ځانګړې کړه
د څو میاشتو جګړو او تاوتریخوالي پر مهال، د غزې په تړانګه کې فلسطیني ملکي وګړي له سختو او دردناکو بشري شرایطو سره مخامخ شوي دي.
د بنسټیزو زېربناو پراخ ویجاړېدل، د اوبو او خوړو جدي کمښت، د روغتیايي خدمتونو نشتوالی او بېسرپناه والی د خلکو ورځنی ژوند د کړاو او ناامیدۍ په یوه شېبه بدل کړی و.
خو اوس، د اوربند له پیل سره، ملګرو ملتونو د ۱۱ میلیونه ډالرو بیړني بودیجه ځانګړې کړې ده څو د جګړې له امله زیانمنو شویو ملکي وګړو ته د خوړو، اوبو، درملنې او سرپناه رسونې زیاتې شي.
د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند، فرحان حق، وویل: «د بشري وضعیت په اړه، د بیړنیو مرستو همغږی کوونکي، ټام فلیچر، نن له مرکزي بیړني صندوق ۱۱ میلیونه ډالر د ژمي له راتګ وړاندې د غزې د بشري عملیاتو د پراختیا لپاره ځانګړي کړل. دا اقدام له هغې وروسته شوی چې تېره اونۍ ۹ میلیونه ډالر د کافي سون توکو د برابرولو لپاره ځانګړي شول څو مهم خدمتونه دوام ومومي.»
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) د غزې د اوبو تصفیې کارخونه بیارغولې ده څو د دې سیمې خلکو ته د پاکو اوبو برابرول بېرته پیل شي.
د میاشتو جګړو، ویجاړیو او کلابندۍ وروسته، د غزې تړانګې له دوه میلیونو زیات فلسطینیان په سختو بشري او اقتصادي شرایطو کې ژوند کوي.
د اسراییل پرلهپسې بریدونو، د مهمو بنسټیزو جوړښتونو ویجاړولو او اوږدمهالې کلابندۍ دا سیمه د قحطۍ او بشپړ بشري سقوط تر څنډې رسولې وه.
خو اوس، د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند له پیل سره، د غزې خلکو ته د هیلې یوه کړکۍ پرانیستل شوې ده.
لومړی نظر وکړئ on "ملګرو ملتونو غزې ته ۱۱ ميليونه ډالره بیړنۍ مرسته ځانګړې کړه"