نورالدین عزیزي: د کابل او تاشکند اړیکې پر دوه اړخیزې همکارۍ ولاړې دي

💬0
منبع

نورالدین عزیزي: د کابل او تاشکند اړیکې پر دوه اړخیزې همکارۍ ولاړې دي

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریز پیوستون په کنفرانس کې چې د اسلامي امارت د چارواکو او د هېواد د خصوصي سکتور په حضور کې جوړ شو، د ازبکستان سیر دریا د والي په ګډون د دغه هېواد سوداګریز پلاوي هم پکې برخه اخیستې وه.

په دې سوداګریز کنفرانس کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان او ازبکستان اړیکې د متقابلې همکارۍ پر بنسټ ولاړې دي.

د نورالدین عزیزي په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ کچه د ۲۰۲۴ کال په پرتله نږدې ۱۵۳ سلنه زیاته شوې ده.« باید یو بل ته ګټور واوسو، د ترانسپورټ لګښتونه کم دي، د ویزې مسایل اسانه شوي، او اوس کومه ستونزه نشته. تر ټولو مهمه دا چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره اراده هم موجوده ده.»

له بلې خوا، د ازبکستان د سیردریا والي هم په دې غونډه کې په خپل هېواد کې د پانګونې فرصتونو او اروپا ته د خپلو صادراتي توکو د کچې په اړه خبرې وکړې او د دواړو لورو له سوداګرو یې وغوښتل چې د وړاندې شویو وړاندیزونو او غوښتنو په اړه بحث وکړي.

ارکینجون توردیموف وول:«موږ باید له افغانستان سره نه یوازې سوداګري، بلکې صنعتي همکارۍ، ګډ شرکتونه او د ارزښت‌زیاتېدو ځنځیرونه هم پراخ کړو. په دې برخه کې نوې طرحې چمتو کړو، او د دغې ورورولۍ او متقابل ګټو اړیکو د لا ژورتیا لپاره نن د یوه لوی سوداګریز پلاوي په ملتیا کابل ته راغلي یوو»

په دې کنفرانس کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ ۲۵ سوداګریز تفاهم‌لیکونه چې ارزښت یې له ۳۰۰ میلیونه ډالرو زیات دی، لاسلیک شول.

هم‌مهاله، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس دغه کنفرانس د همکاریو د پراختیا لپاره مهم فرصت وباله  په هېواد کې یې د پراخو پانګونې فرصتونو یادونه وکړه.

سیدکریم هاشمي زیاته کړه:« اوس مهال د امن فضا رامنځته شوې چې دا د اسلامي امارت د هڅو پایله ده، او همدې کار د پانګونې د جذب او اقتصادي ودې زمینه برابره کړې ده.»

دا تفاهم‌لیکونه په داسې حال کې لاسلیک کېږي چې په وروستیو کلونو کې د کابل او تاشکند ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې زیاتې شوې دي، او تر دې وړاندې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ ۴۵ سوداګریز تړونونه شوي وو، چې ارزښت یې تر ۲۰ میلیونه ډالرو زیات وو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "نورالدین عزیزي: د کابل او تاشکند اړیکې پر دوه اړخیزې همکارۍ ولاړې دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*