نومبر ۲۰؛ د ماشوم نړۍواله ورځ او د افغان ماشومانو ستونزې

نومبر ۲۰؛ د ماشوم نړۍواله ورځ او د افغان ماشومانو ستونزې

د نومبر شلمه د ماشومانو له نړيوالې ورځې سره برابره ده، هغه ورځ چې په نړۍ کې د ماشومانو د حقونو د خونديتوب او د روښانه راتلونکي د جوړولو په موخه نمانځل کېږي، خو په افغانستان کې لا هم ګڼ ماشومان درانه کارونه کوي او د ژوند له سختو شرایطو سره مخ دي.

برکت‌الله، چې یو کارګر ماشوم دی، وايي: «زه د کور سرپرست یم، کار کوم او کور ته ډوډۍ وړم. غوښتل مې انجینر شم، خو د پلار له مړینې وروسته مې ښوونځی پرېښود او اوس اړ یم د کور لپاره کار وکړم.»

محمد، چې یو بل کارګر ماشوم دی، وايي: «زه دولس کلن یم او په لس کسیز کور کې اوسېږو. پلار مې لاس ګاډی چلوي او زه خپله بوټونه پاکوم.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق(یونیسف) د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت پیغام کې خبرداری ورکړی چې د افغانستان ماشومان له ګڼو نارونیونو سره مخ دي.

  په افغانستان کې د یونیسف استازی، تاج‌الدین ایو والي  په دې اړه ویلي: « په روان کال کې ماشومان له سختو پېښو سره ژوند کړی؛ له ویجاړونکې زلزله نیولې، د کډوالو د راستنېدو تر پراخ ناورین پورې، او دغه راز ورځنۍ ننګونې لکه وچکالي، خوارځواکي، زده‌کړو، اوبو، حفظ‌الصحې او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي تر نشتوالي پورې. زموږ لپاره په یونیسف کې هېڅ ډول ماشوم باید له داسې شرایطو سره مخ نه شي.»

 په افغانستان کې د یونیسف د مرکزي زون رییس، ډي ید را هم ویلي: «نن، د ماشومانو په نړیواله ورځ باید په یاد ولرو چې موږ غواړو ماشومان د ټولو پروګرامونو او پالیسيو په مرکز کې وي، څو دا فرصت ولري چې وده وکړي، وغوړېږي او د افغانستان لپاره غوره راتلونکی جوړ کړي.»

له بلې خوا، د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې دغه وزارت هڅه کړې د څه باندې لس زره ماشومانو ملاتړ وکړي.

 د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، سميع‌الله ابراهیمي  و ویل: « د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بې‌سرپرستو ماشومانو د پالنې لپاره په ټولو ولایتونو کې روزنیز کورونه فعال کړي دي، چې نږدې لس زره ماشومان په دغو مرکزونو کې ساتل کېږي.»

بلخوا، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت یو ځل بیا د نجونو د زده‌کړو د بېرته پیلېدو غوښتنه کړې ده.
هغه پر اېکس پاڼه د پیغام په خپرولو سره ویلي چې هغه وخت رارسېدلی چې د هېواد د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیستل شي. د نوموړي په وینا، زده‌کړه د افغانستان د پرمختګ بنسټ دی.

 د افغانستان پخوانی ولسمشر، حامد کرزی وايي: «زموږ ماشومان یوازې هغه مهال روښانه راتلونکی لرلای شي او د وطن په ابادۍ او پرمختګ کې رول لوبولای شي او په نړېوالو ډګرونو کې ځان څرګندولای شي، چې نن د زده‌کړې، تخصص او اړینو مهارتونو د زده کولو فرصت ولري.»

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رښتیا په دې اړه بیا وايي: « ماشومان د هر هېواد شتمني او سرمایه ده او په راتلونکې کې ترې د هېواد د بیا رغونې، ودې او پرمختګ لپاره کار اخیستل کېدای شي.»

د ماشومانو په نړیواله ورځ، کورنۍ او ټولنیز فعالان یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان د ماشومانو حالت ته جدي پاملرنه وکړي؛ هغه ماشومان چې د هېواد راتلونکی جوړوي، خو نن ورځ تر ټولو ډېر ملاتړ ته اړتیا لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "نومبر ۲۰؛ د ماشوم نړۍواله ورځ او د افغان ماشومانو ستونزې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*