
هرات کاروان سرایونه د دغه ولایت د زړه راښکونکو جاذبو او د بهرنیو سیلانیانو د خوښې وړ ځایونه دي.
هلته د ځينو کاروان سرایونو تاریخي ودانۍ د ۱۶۰ کلونو په تېرېدو لا هم کلکې ولاړې دي.
حیات الله چې له تېرو شپېتو کلونو راهیسې په یوه کاروان سرای کې خیاطي کوي د دغه سودواګریز مرکز له ښو ورځو راته وایي.
د هرات اوسېدونکی، حیات الله وايي: «پخوا وختونو کې دا کاروانسرای د سوداګرۍ ځای و او دلته به سوداګري کېده. سوداګر به توکي لکه چای، پسته، کرک او قالینونه پلورل. د دې کاروانسرا عمر نژدې ۱۶۰ کاله اټکل شوی.»
غلام حسن، د هرات یو بل اوسېدونکی، په دې اړه وايي: «هر سوداګر چې په هرات کې و، دلته به یې فعالیت کاوه. سوداګر به مالونه راوړل او جلابانو به پرې معامله کوله. نږدې لس سرایداران وو چې مالونه یې دوکاندارانو ته پلورل.»
هرات ته بهرني سیلانیان د دغه ولایت د کاروان سرایونو د لیدو لپاره هم راځي.
چیزا دیمیترو چې د رومانیې دی له خپلو ملګرو سره د هرات د کاروان سرایونو لیدو ته راغلی دی.
هغه وایي، لومړی ځل دی چې هرات ته راځي.
رومانیایي سیلاني، چیزا دیمیترو داسې و ویل: هرات ډېر ښکلی تاریخ لري. دا شاید یو وخت د اسلامي کلتور زانګو وه. په دې ښار کې ډېر مهم خلک او روڼ اندي اوسېدل او پر دې یې خپل نښې پرېښودې. “او هو، زه فکر کوم، هرات د افغانستان کلتوري پلازمینه ده.”
د هرات تاریخي کاروان سرایونو د معمارۍ له ځانګړي سبک او د هوا له دودیز سیسټم سره نه یوازې امنیت بلکې آرامښت رامنځته کاوه.
د هرات سیمه ییز مسوولین ډاډ ورکوي چې د دغه تاریخي ځای د ساتنې او مرمت لپاره به هڅې کوي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر امر، حمیدالله غیاثي په دې تړاو داسې وايي: «د تاریخي کاروانسرایونو د ساتنې او پاملرنې په برخه کې هڅې او کوښښونه روان دي.»
فرهنګیان وایي، دا چې هرات د ورېښمو پر لاره پروت دی، د دغه ولایت کاروان سرایونو سلګونه کاله د سیمې هېوادونو په سوداګرۍ کې مهم رول لوبولی دی.
د هرات د کاروان سرایونو کره شمېر نه دی روښانه خو سیمه ییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې له لسو تر پنځلسو کاروان سرایونه پېژندل شوي خو ځینې برخې یې ویجاړې دي.
لومړی نظر وکړئ on "د هرات کاروان سرایونه؛ پخواني سوداګریز مرکزونه اوس د سېلانیانو کوربه وي"